د لاس رسي وړ اتصالات

ایران: د اتومې موافقې نه د امریکا وتل ناوړه عواقب لري


ایراني چارواکي تل پدې ټینګار کوي چې اتومي پروګرام یې د سوله ایزو مقاصدو لپاره دی.‌
ایراني چارواکي تل پدې ټینګار کوي چې اتومي پروګرام یې د سوله ایزو مقاصدو لپاره دی.‌

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف وایي که د امریکا متحده ایالات د اتومي موافقې نه چې تهران په ۲۰۱۵ کال کې د نړۍ د قدرت لرونکو هیوادونو سره کړې، ووځي ناوړه عواقب به ولري.

ایران پدې موافقه کې ژمنه کړې چې د اقتصادي بندیزونو د لیرې کیدو په بدل کې د یورانیمو غني کول او اتومي پروګرام محدود کړي.‌

ښاغلي ظریف په نیویارک کې خبریالانو ته ویلي دي چې که امریکا د دې موافقې نه ووځي د ایران لپاره "نورې ډیرې لارې" خلاصي دي.‌ د ایران د بهرنیو چارو وزیر پدې هکله نور جزیات ورنکړل او نه یې د نورو لارو په اړه ډیر څه وویل.

د امریکا جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ اروپایي متحدینو چې دا تړون یې په ګډه د ایران سره لاسلیک کړی د همدې کال د مې د میاشتې تر دولسمې نیټې وخت ورکړی چې د موافقې "نیمګړتیاوې" سمې کړي. ښاغلي ټرمپ ویلي دي که دا کار ونشو،‌په ایران به اقتصادي بندیزونه بیا ولګوي.

ډونالډ ټرمپ تل دا "ناوړه" موافقه ګڼلې او تیر کال یې دا هم تائید نکړله چې آیا ایران د موافقې پر اساس خپل مسؤلیتونه ادا کړي که نه.

ایران هم خبرداری ورکړی چې که ټولې خواوې د موافقې درناوی وکړي هغوي به هم پکې پاتې شي او که داسې ونشو موافقه به له منځه یوسي.

XS
SM
MD
LG