د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستاني ځواکونو د ډنډپټان لاره د سوداګرو پرمخ تړلې ده


د افغان چارواکو په وينا د ډنډپټان لاره وروسته له هغه پاکستاني پوځيانو تړلې، چې څو ورځې مخکې د همدې ولسوالۍ په سرحدي سيمه انځرکي کې ځينې نظامي تاسيسات يې افغان ځواکونو ته وسپارل.

د افغان حکومت په وينا دا نظامي تاسيسات د پاکستاني پوځيانو له لوري د ډيورنډ کرښې دې غاړې ته جوړ شوي وو، خو د طالبانو پرضد له عملياتو وروسته دا سيمه افغان حکومت په ولکه کې واخيستله.

د پکتيا د سوداګرۍ د خونو رئيس عبدالنصير عالميار امريکاغږ ته وويل، چې د ډنډپټان لارې په تړل کېدو سره د کرښې دواړو غاړو ته لسګونه لارۍ موټرې چې په سوداګريزو مالونو بار دي، د لارې د خلاصېدو په تمه ولاړې دي.

د سوداګرۍ د خونو رئيس ښاغلي عالميار همدارنګه وويل، چې د دې لارې د خلاصېدو په اړه د دواړو غاړو د سوداګرو او چارواکو ترمنځ خبرې شوې، خو ظاهراً تر اوسه کومې نتيجې ته نه دي رسيدلي.

د دې لارې د خلاصېدو په اړه د دواړو غاړو د سوداګرو او چارواکو ترمنځ خبرې شوې
د دې لارې د خلاصېدو په اړه د دواړو غاړو د سوداګرو او چارواکو ترمنځ خبرې شوې

د ډنډپټان لاره يوه غير رسمي ترانزيټي لاره ده، چې د تورخم او سپين بولدک لارو په څېرې پرې سوداګريز مالونه انتقالېږي. د پکتيا، لوګر، غزني او د ځينو نورو ولايتونو يو شمېر سوداګر له دې لارې واردات او صادرات لري.

پاکستاني مقاماتو د يادې شوې لارې د تړلو په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي، خو د پکتيا د ولايتي شورا غړی حفيظ الله مبارز د دواړو هېوادونو له حکومتونو غوښتنه لري چې سوداګري غيرسياسي کړي.

پاکستان د پکتيا د ډنډپټان لاره داسې مهال د سوداګرو پرمخ تړي، چې په دې وروستيو کې د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې يو ځل بيا د دواړو هېوادونو د امنيتي ځواکونو ترمنځ د تشدد ځينې پېښې شوې.

د څېړونکو په وينا د پاکستان له لوري د ترانزيټي لارو بيا بیا تړل د دې لامل شوي، چې په دې وروستيو کلونو کې له هغه هېواد سره سوداګريزه راکړه ورکړه په بې سارې ډول کمه شوې ده.

  • 16x9 Image

    ابراهيم رحيمي

    ابراهيم رحيمي د خوست د شيخ زايد پوهنتون د ژورناليزم پوهنځی لوستی او د ژورناليزم په ډګر کې يوولس کاله تجربه لري. هغه د ۲۰۱۱ ميلادي کال راهيسې په جنوب ختيځ کې د امريکا غږ خبريال دی. دمخه يې د افغانستان دننه په يو شمېر رسنيو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG