د لاس رسي وړ اتصالات

د ختیځ خبریالان د تهدیدونو سره مخامخ دي


د افغانستان په ختیځ کې د خبریالانو ټولنه
د افغانستان په ختیځ کې د خبریالانو ټولنه

په ننګرهار کې میشت خبریالان وایي د ورپيښو تهدیدونو له امله ډير اندیښمن دي او نن سبا په خبر او راپور جوړولو کې د سانسور تر کچې احتیاط کوي.

په ختیځ زون کې د اریانانیوز تلویزیون خبریال رحمت الله زیارمل وایي که وغواړي چې د ځمکو د غصب په اړه راپور ولیکي، نو خامخا د ځمکو د مافیا د تهدید او ګواښ سره مخامخ کیږي.

دغه خبریالان وایي په مشرقي کې که تاسو د اقتصادي مافیا یا نامشروع عوایدو په اړه راپور جوړوئ، نو د یو شمیر هغو سوداګرو او زورواکو لخوا په مرګ ګواښل کیږئ چې په دا ډول مالي قضیو کې دخیل دي. د زیارمل په وینا، حتی که د ولایتي مقاماتو او مسؤلینو د ناسمو او غیر قانوني کړنو په اړه راپور ورکړو، مونږ ته ګواښ کوي او تهدیدوي يي.

خبریالان وایي په ننګرهار کې د ځمکو د غاصبینو، زورواکو پرضد راپور نشي لیکلی
خبریالان وایي په ننګرهار کې د ځمکو د غاصبینو، زورواکو پرضد راپور نشي لیکلی

یوشمیر خبریالان وایي د ژورنالستانو او رسنیو پرضد وروستیو خونړیو پيښو په رواني لحاظ ناارامه کړي او حتی خوب کې کړیږي. په ختیځ کې د پژواک خبري اژانس خبریال یوسف ظریفي اشناتلویزون ته وویل، لدې ویرې چې څوک به يي ووژني، نیمې شپې پورې يي خوب نه وړي. په ننګرهار د طلوع نیوز خبریال زیارخان یاد وایي د خبریالانو د اندیښنو او د نه مصونیت ستونزې يي د حکومتي او رسنیزو ټولنو د ادارو سره شریکې کړي، خو هیڅ ژمنه تراوسه نده پوره شوې.

په ننګرهار کې فعال خبریالان وایي د ورځنيو فعالیتونو په وړاندې يي تر ټولو جدي او د خطر ډک تهدید د طالبانو او د داعش د وسله والو ته ورته پیښ دی. د ننګرهار ولایتي اداره وايي د خبریالانو ژوند ته به جدي پام وکړي.

د ختیځ خبریالان په جګړه کې د ښکیلو اړخونو غواړي چې خبریالان ونه وژني
د ختیځ خبریالان په جګړه کې د ښکیلو اړخونو غواړي چې خبریالان ونه وژني

ننګرهار او کنړ هغه ولایتونه دي چې د داعش حضور پکې فعال او څرګند دی او افغان امنیتي ځواکونه د نړیوالو قوتونو په مرسته د ننګرهار په څو ولسوالیو کې د داعش او طالبانو پرضد عملیات کوي.

د مۍ میاشتې درېیمه د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې د مطبوعاتو د ازادۍ په نوم ولمانځل شوه او په افغانستان کې هم لمانځل کیږي، خو سږکال افغان خبریالانو او د ژورنالستانو ټولنو د مطبوعاتو نړیواله ورځ په ویر او ماتم ولمانځله.

ددی خبر ویدیويي بڼه د ذبیح الله غازي په راپور کې وګورئ:

ختیځ خبریالان
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:21 0:00

XS
SM
MD
LG