د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د رسنیو په ازادۍ کې پرمختگ کړی؛ خو خبریالانو ته خونړی دی -رپوټ


Afghanistan Media Press
Afghanistan Media Press

د بې پولې خبریالانو سازمان " آرایس ایف" د ۲۰۱۸ کال د مطبوعاتو د ازادۍ په نړیواله درجه بندۍ کې افغانستان د ۱۸۰ هیوادونو په لیست کې د دغه سازمان د تیرکال درجه بندۍ پرتله دوه درجې پورته تللی او په دغه لیست کې یې ۱۱۸ ځای خپل کړی دی.

تیرکال افغانستان د "آرایس ایف" په نړیوال لیست کې ١٢٠ هیواد وو.

د بې پولې خبریالانو سازمان " آر ایس ایف" نن د چهارشنبې په ورځ په نړۍ کې د مطبوعاتو او بیان د ازادۍ د درجه بندۍ لپاره په ۱۸۰ هیوادونو کې د رسنیو د وضعیت په اړه خپل لیست خپور کړ، چې په نړۍ کې د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې د کینې زیاتوالی په کې په گوته شوی دی.

د بې پولې خبریالانو سازمان " آرایس ایف" د ۲۰۱۸ کال د مطبوعاتو د ازادۍ په نړیواله درجه بندۍ کې د افغانستان دوه درجې پرمختګ سره سره ویل شوي، چې دا هیواد لا هم خبریالانو ته د مرګ د ګواښونو ډګ هیواد دی.

"آرایس ایف" ویلي " د درجه بندۍ له اوو شاخصونو له ډلې په څلورو برخو که څه هم پرمختګ جزوي و خو پرمختګ موجود و. د دغې له ډلې، کثرتگرايي،حقوقي او قانوني چوکاټ، بنسټیز جوړښتونه او د رسنیو خپلواکي راځي. افغانستان دنړۍ په ډیرو کمو هیوادونو کې دی، چې د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې د ګواښونو او زور زیاتي شتون سره سره، دولت د توان په حد کې د پولیسو او امنیتي ځواکونو په تنظیمولو سره د خبریالانو او رسنیو د ساتنې هڅه کوي".

د بې پولې خبریالانو سازمان " آرایس ایف" وايي، په افغانستان کې مخ په خرایبدونکي امنیتي وضعیت سره سره افغان خبریالان د خپلو حقونو او خپلواکۍ په برخو کې د ثابت قدمې له امله د ستایلو وړ دي.

خو "آرایس ایف" اندیښنه ښودلې، چې د امنیتي وضعیت خرابیدلو په افغانستان کې پر ښځینه خبریالانو مخامخ اغیزه پریښې ده.

" آرایس ایف" په افغانستان کې د حکومت او رسنیو د استازو ترمنځ د همغږۍ د ګډې کمیټې جوړیدو ته اشاره کړې او د حکومت او رسنیو ترمنځ د دغې کمیټې میاشتنۍ غونډې یې د خبریالانو پر وړاندې د ګواښونو او ستونزو په لرې کولو کې اغیزمنې بللې دي.

د بې پولې راپورورکوونکو سازمان وايي، دغې کمیټې په روان میلادي کال کې د خبریالانو پر وړاندې د زورزیاتي او ګواښونو په لسګونو دوسیې حل کړي دي.

د افغانستان د جمهور رئيس د دوهم مرستیال محمد سرور دانش په مشرۍ د افغان حکومت د یو شمیر ادارو او د افغانستان د خبریالانو د فدراسیون د استازو په ګډون یو ګډه کمیټه د تیرکال راهیسې فعالیت کوي.

"آرایس ایف" په افغانستان کې د رسنیو د وضعیت په اړه دا راپور په داسې حال کې خپور کړی، چې د چهارشنبې په ورځ ناپیژاندو وسله والو د کندهار په ولایت کې د کابل نیوز یو افغان خبریال عبدالمنان ارغند په یو برید کې وژلی دی.

"آرایس ایف" په دغه راپور کې ویلي، په ۱۸۰ هیوادونو کې د رسنیو د ازادۍ وضعیت ښيي، چې په نړۍ کې د خپلواکو خبریالانو او رسنیو پر وړاندې کینه مخ په زیاتیدو ده.

په دغه راپور کې د رسنیو پر وړاندې د یو شمیر هیوادونو د حکومتونو د مشرانو کړنو یادونه هم شوې او په ځانګړي ډول د رسنیو او خبریالانو پر وړاندې د ترکیې او مصر دچارواکو کړنې یادې شوي دي.

په دې راپور کې ویل شوي، چې امریکا د تیرکال په پرتله په لیست کې دوه درجې شاته تللی او اوس یې په دغه لیست کې ۴۵ م ځای خپل کړی.

XS
SM
MD
LG