د لاس رسي وړ اتصالات

سخت دریځه مُلا د عراق په ټاکنو کې مخکښه دی


د شیعه ملا مقتداالصدر پلویانو د می۱۴ د بریا خوشحالي کوله
د شیعه ملا مقتداالصدر پلویانو د می۱۴ د بریا خوشحالي کوله

د عراق د انتخاباتو کمېسیون نن اعلان وکړ چې هیواد د پارلماني انتخاباتو لومړنۍ پایلو کې د شیعه مشر مقتدا الصدر ائتلاف تر ټولو مخکې دی. ورپسې د هادي عامري د فتح اتحاد چې د ایران ملاتړو شیعه ملېشو قوماندان دی او درېیم ځای هم د اوسني صدراعظم حیدر العبادي ائتلاف نیولی دی.

د مقتدا الصدر ائتلاف د ګڼ میشتو ښارونو بغداد او بصرې په ګډون، د عراق د ۱۹ ولایتونو له جملې څخه په ۱۰ کې تر ټولو مخکې دی او په هغو ۱۰ ولایتونو کې چې رأیې شمېرل شوي، د صدر او د عامري ائتلافونو هر یوه څلور څلور ولایتونه گټلي دي، خو الصدر بیا په بغداد کې چې په پارلمان کې ډېرې څوکۍ لري، د پام وړ رأیې ګټلې دي.

په بغداد کې د دوشنبې د سهاره د الصدر پلویانو لمانځنې پیلې کړې
په بغداد کې د دوشنبې د سهاره د الصدر پلویانو لمانځنې پیلې کړې

د الصدر په سلگونه پلویان تیره شپه د بغداد سړکونو ته راووتل او عراقیانو ته يي مبارکي ورکوله. د عراق د ټاکنو کمېسیون اعلان وکړ چې د نیمایي رایو په شمیرلو د الصدر ائتلاف په ټاکنو کې تر ټولو مخکې دی.

د دوشنبې(می۱۴) تر ماښامه په اربیل، سلیمانیه، نجف، دوهک، صلاح الدین، کرکوک، بیسان او نائنیوه ولایتونو کې رایي نه وې شمیرل شوې، خو په بغداد کې د سمو رایو شمیر یومیلیون-اوه سوه نوي زره-دوه سوه-اوه اتیا ته رسیدلي او د شمیرل شویو رایو فیصدي پنځه نوي وه. د ټاکنو د کمیسیون رئیس ریاض البدران نیمايي رایي اعلان کړې او د اته ولایتونو رایي ځکه اعلان نشوې چې لا شمیرل شوي ندي.

مقتداالصدر د عراق په پارلماني ټاکنو کې د نیمايي نه زیاتې رایې ګټلي
مقتداالصدر د عراق په پارلماني ټاکنو کې د نیمايي نه زیاتې رایې ګټلي

مقتداالصدر په عراق کې د امریکایي قواؤ پرضد دوه پاڅونونه وکړل او یو له هغو شعیه رهبرانو دی چې د ایران نه ځان لری ساتي.

کمیسیون ژمنه کړې وه چې نهایي پایلې به د دوشنبې(می۱۴) اعلان شي او نتیجه به دا په ډاګه کړي چې ایا د عراق حکومت به د امریکا او لوېدیځ سره د اوږدې مودې اړیکو ته دوام ورکړي او که ایران ته به مخه کړي.

XS
SM
MD
LG