د لاس رسي وړ اتصالات

خادم حسین:د فاټا خلکو ١١٧ کاله غير انساني ژوند درلود


په خيبر پښتونخوا کې د فاټا د شامليدو مسوده نن د پاکستان د قامي اسمبلې ( پارلمان) له خوا منظور شوه.

د خيبر پښتونخواه سیاسي څيړونکي خادم حسين امريکا غږ اشنا ته وويل:

د فاټا خلکو ١١٧ کاله غير انساني ژوند درلود،اوس به د پاکستان په قانون کې چې کوم بنيادي انساني قوانين دي له هغې به برخمن شي.

ښاغلي خادم حسین د پارلمان دی پريکړی سره د جمعیت علما اسلام مشر فضل الرحمن او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي د مخالفت دليل داسې څرگند کړ:

“ له بده مرغه د مولانا صاحب گوند د ترهگرۍ او مدرسو اقتصاد کې لويه برخه لري نو که قانوني ژوند ته راشي انتها گري يي ختميږي او فکر کوي چې لويی اقتصادي تاوان سره مخ کيږي.”

د محمود خان اڅکزي د مخالفت په باب يی وويل:

“اڅکزی وايي د فاټا سیمه نيمه آزاده سیمه ده که د پاکستان په قوانينو کې شامله شي نو خپلواکي به يی ختمه شي.”

خادم حسين د اڅکزي دليل غير منطقي وباله.

خادم حسین مرکه دلته اوريدلای شئ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:05:21 0:00

XS
SM
MD
LG