د لاس رسي وړ اتصالات

د بغلان کوچیانو په انتخاباتو کې د گډون نه کولو گواښ کړی


په بغلان کې د مختلفو ولسوالیو د کوچیانو استازو په یوه اعتراضیه غونډه کې ګواښ کړی چې که دوي ته د تذکرو د ویش لپاره سیارې ډلې ورنه کړل شي، مظاهرې به وکړي او په راتلونکو انتخاباتو کې به ګډون ونه کړي.

د بغلان د مختلفو ولسوالیو د کوچیانو سرخیلان چې د جمهور ریس له خوا راوړل شوی حکم ورسره دی ،د تذکرو عاجل ویش غواږي . بغلان کې د کوچیانو د چارو امر امان الله احمدزی هم د کوچینانو ددغې ستونزې یادونه کوي او زیاتوي چې دوي څو څو ځل د بغلان د نفوسو د ثبت ادارې ته ورغلی چې باید کوچیانو ته د تذکرو د ویش ګرځنده ډلې ورکړي خو ددغې ادارې چارواکي مثبت ځواب نه ورکوي.

د بغلان د نفوسو د ثبت اداره دا مني چې د بغلان اکثر کوچیان تذکرې نه لري او باید تذکرې ورکړل شي، خو دوي د کوچیانو لپاره د ګرځنده مامورینو لپاره تشکیل نه لري.

د کوچیانو په نوم د تذکرو د ویش په خاطر د ګرځنده ډلې کوم تشکیل نه دی ورغلی، خو د نهرین، مرکزي بغلان او نورو ولسوالیو له امرینو سره خبرې شوي، کوچیان دې هم د نورو خلکو غوندې راشي خپل اسناد دې بشپړ کړي او تذکرې دې واخلي.)خو د کوچیانو سرخیلان وايي چې دوي د جمهور ریس د حکم او د کوچیانو د لوی ریاست له خوا د ورکړل شویو حکمونو په اساس د ګرځنده ټیمونو غوښتنه کوي.

دوي وايي چې که غوښتنه یې ونه منل شوه مظاهرې به وکړي او د نفوسو د ثبت د ادارې دروازه به وتړي.

د شمال ختیځو او شمالي ولایتونو یو شمیر خلک دا شکایت هم کوي چې د تذکرو مامورین په پټو سترګو ددوي تذکرو کې معلومات لیکي.

دوي د مثال په ډول یادونه کوي چې مورنۍ ژبه یې هم غلطه لیکل کیږي او کله کله د نارینه په تذکره کې جنسیت مونث لیکل شوی وي. چې دغه غلط معلومات ددوي د تذکرې اصلیت ته تر پوښتنې لاندې راولي او جعلي ګڼل کیږي.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG