د لاس رسي وړ اتصالات

اوربند نه مخکې کندز کې لس افغان سرتیري وژل شوي


د کندوز د امنیې قوماندانۍ ویاند انعام الدین رحماني امریکاغږ ته وویل چې وسله والو طالبانو د کندوز د قلعه ذال ولسوالۍ د اقتپې په سیمه کې د ملي پولیسو او ملي اردو پر پوستو په برید کې د ملي اردو او ملي پولیسو ۱۰ تنه سرتیري وژلي دي.

هغه وویل چې په دغه جګړه کې مخالفو وسله والو ته هم تلفات اړول شوي دي، رحماني د مخالفینو د تلفاتو شمیر ۱۵ تنه وښوده خو د سیمې خلک وايي چې ۱۰ تنه د ملي پولیسو او ۵ تنه د ملي اردو سرتیري په دغه جګړه کې وژل شوي دي.

د قلعه ذال په اقتپه کې دغه برید د طالبانو د سرې قطعې وسله والو کړی دی.

تیره ورځ هم وسله والو طالبان د قلعه ذال په ولسوالۍ کې د محلي پولیسو پر امنیتي پوستو په برید کې ۲۴ تنه محلي پولیس وژلي وو.

د ذبیح الله مجاهد په نامه د وسله والو طالبانو ویاند ادعا کوي چې نن سهار وختي یې د افغان ملي پولیسو او ملي اردو ۱۸ تنه سرتیري په یوه برید کې وژلي دي او ۲ هاموی مرمۍ ضد ټانکونه یې هم نیولي دي.

په قلعه ذال کې په دوه ورځو کې ۳۴ تنه امنیتي سرتیري په داسې حال کې د وسله والو طالبانو له خوا وژل کیږي چې جمهور ریس د روژې له ۲۷ ورځې د اختر تر پنځمې او وسله والو طالبانو د اختر له لومړۍ ورځې تر دریمې پورې اوربند اعلان کړی دی.

د کندوز اوسیدونکي د روانې جګړې او د اوربند د اعلانولو په اړه داسې وايي: ((

د سیمې خلک که څه هم د طالبانو له خوا د اوربند اعلانولو ته خوشاله دي، خو هیله لري چې په دغو دریو ورځو کې دواړه خواوې د جګړې د ختمیدو لپاره اووږد اوربند اعلان کړي.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG