د لاس رسي وړ اتصالات

فاروق اعظم: د تیلو بدیل شته خو د اوبو نشته


.
.

د افغانستان د ملي وحدت حکومت اجرایه ریس ډاکټر عبدالله عبدالله د اوبو په نړیوال کنفرانس ویلي دي چې تر دوه زره پنځوسم کال پورې د افغانستان نفوس دوه چنده کیږي، نو د اوبو دا مشکل به نور هم زیات شي.

خو د افغانستان د زراعت پخوانۍ وزیر ډاکټر فاروق اعظم وایي ددی ستونزې چاره شته، او هغه داده چې واړه او لوی بندیونه جوړ ‍شي، او یو څاڅکی اوبه ضایع نه شی.ښاغلی اعظم وایي په ١٣۴٠ او ١٣٥٠ کلونو کې په افغانستان کې دومره وچکالي وه چې په غور ولایت کې خلکو د اوبو د نیشتوالي له کبله خپل اولادونه خرڅ کړل،ځکه چې هغه سیمی چې د ارغنداب او کجکي د بندونو لاندې وې وچکالۍ ځپلې وې .

د افغانستان مقامات، د خپلو اوبو په مهارکولو، هم خپل مشکل حل کولې او هم د خپلو گاونډیو ملکونو سره د هغوی د ستونزو په رفع کولو کی همکاري کولی شي. ډاکټر فاروق اعظم وایي د افغانستان او د ایران ترمنځ د اوبو قرارداد یو ډیر ښه مثال دی. په دی سند کی هرشې ښه واض‍ح دي، هرڅومره چې اوبه په طبیعي لحاظ کمیږي، هماغومره ورسره د ایران سهمیه هم کمیږي.

ډاکټر فاروق اعظم چې، په دې تیره هفته کې یی، د ایران او افغانستان تر منځ د اوبو د جنجال په هکله دوه کتابونه چاپ شویدي، وايي که د افغانستان اوبه ٢٣٠ ملیون خلکو ته کافي، د اوبو کمی نه لري، خو مهمه داده چې څنگه مهار او سمبال شي.

please wait

No media source currently available

0:00 0:10:43 0:00

XS
SM
MD
LG