د لاس رسي وړ اتصالات

د احتمالي نوماندانو لومړنی لست به نن خپور شي

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي چې د پنجشنبې پر ورځ به د پارلماني او ولسوالیو شوراګانو د احتمالي نوماندانو لومړنی لست خپور شي.

د یاد کمیسیون د ویاند مرستیال ذبیح سادات امریکا غږ ته وویل چې تیر ورځ د ۳۳ ولایتونو څخه د هغو کسانو اسناد چې پارلمان او ولسوالیو شوراګانو ته یې د نوماندۍ فورمۍ اخیستي دي د ټاکنو کمیسیون مرکزي دفتر ته لیږدول شوي دي.

ښاغلي سادات وویل که څه هم د دغو موادو په لیږد کې څه ناڅه ځنډ شوی دی خو اوس د اسنادو د ارزونې لپاره کار جریان لري.

ښاغلي سادات د یادو اسنادو د ناوخته لیږلو لامل د هوایي ځواکونو بوختیاوې یادې کړې.

ښاغلي سادات دا ډول وویل وروسته له هغې چې د غزني ولایت ټاکنې حوزوي شوې د ټاکنو خپلواک کمیسیون په دې کار کوي چې په دغه ولایت کې د خلکو او نوماندانو د نوملیکنې لپاره چمتوالی ونیسي.

د څار یو شمیر بنسټونه بیا وایي چې د وخت د کموالي له امله به د ټاکنو کمیسیون ونه شي کولای ټول اسناد وڅیړي
د څار یو شمیر بنسټونه بیا وایي چې د وخت د کموالي له امله به د ټاکنو کمیسیون ونه شي کولای ټول اسناد وڅیړي

دوه ورځې وړاندې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د غزني ولایت د اوسیدونکو د اعتراضونو په نتیجه کې پریکړه وکړه، چې په غزني ولایت کې به حوزوي ټاکنې ترسره کړي.

له ټاکنو څخه د څار یو شمیر بنسټونه بیا وایي چې د وخت د کموالي له امله به د ټاکنو کمیسیون ونه شي کولای ټول اسناد وڅیړي او سبا ته د نوماندانو لومړنی لست خپور کړي.

له رڼو ټاکنو څخه د څار بنسټ یا فیفا اجراییوي مشر یوسف رشید امریکا غږ ته وویل"موږ فکر نکوو چې سبا ته د سرطان په اومه څنګه چې په تقویم کې ده کمیسیون لومړنی لست خپور کړي او له خلکو سره شریک کړي په دې دلیل چې د دوې څیړنې تر اوسه نه دي بشپړې شوي دوه ورځې مخکې د دوې مالومات او نماینده ګان د نوماندانو کابل ته نه وه راغلي او فکر کوم چې دا وخت ته ضرورت لري".

ښاغلي رشید همدارنګه زیاته کړه چې د قانون له مخې باید د نوماندانو د اسنادو د څیړلو بهیر په علني توګه ترسره شي او دا چاره باید د ټاکنیزو ناظرو بنسټونو،احزابو او مطبوعاتو په شتون کې تر سره شي. چې دده پر وینا تر اوسه داسې یو کار ندی ترسره شوی.

This item is part of
XS
SM
MD
LG