د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار کې د ۴۳ یرغمل شویو کاریګرو د خلاصون هڅي پيل شوي


افغان چارواکي وايي هڅه کوي چې یرغمل شوي کسان وژغورل شي
افغان چارواکي وايي هڅه کوي چې یرغمل شوي کسان وژغورل شي

د کندهار ولایتي مقامات وايې چې پدې ولایت کې د سړک جوړونې د ۴۳ یرغمل شویو کاریګرو د خلاصون لپاره دیني عالمانو او قبایلي مشرانو هڅي پيل کړي.

چارواکې زیاتوي چې یرغمل شوي کاریګر د ډيورنډ کرښې په پاکستاني لوري کې ساتل کیږي.

شاوخوا درې اونۍ مخکي وسلوالو طالبانو ډیورنډ کرښې ته نږدې د سپین بولدک او ښورابک ولسوالیو ترمنځ د سروڅاهانو له سیمي څخه د سړک جوړونې د یوه شرکت ۴۳ تنه کاریګر یرغمل کړه او د سړک جوړونې ټوله ماشینري يې تخریب کړه.

د کندهار د والي ویاند داؤد احمدي وايي، تر اوسه پدې اړه کوم پرمختګ ندی رامنځ ته شوی. د احمدي په خبره یرغمل سوي کسان د ډیورنډ کرښي هاغاړي ته انتقال سوي نو ځکه دوی غواړي د مرکو او جرګو له لاري د قومي مشرانو او دیني عالمانو په مرسته یاد کسان راخوشي کړي.

یرغمل شوي کسان د بیلا بیلو ولایتونو اوسیدونکې دي چې د سړک جوړونې په کار بوخت وو. د کندهار ښار اوسېدونکي وايي، د سړک کاریګر عام کسان دي او له یرغمل نیونکو وسله والو طالبان غواړي چې دا کسان خپلو کورنیو ته ستانه کړي.

که څه هم پاکستان تر اوسه د یرغمل سوو کسانو په اړه څه ندي ویلي خو د ځايي قبایلي مشرانو په خبره ټول یرغمل سوي کسان د ډیورنډ کرښي ته نژدې د بلوچستان د ګلستان سیمي ته انتقال شوي دي.

وسله والو طالبانو د یرغمل شویو لس ګونو کاریګرو په اړه تازه څه ندي ويلي خو د یادو کسانو د یرغمل کیدو په لمړنیو ورځو کې يې يوه ویاند قاري یو سف احمدي په یوه اعلامیه کي ویلي وو چي تر تشخیص او پیژندني وروسته به د سړک کاریګر بیرته خوشي کړي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG