د لاس رسي وړ اتصالات

په کندهار کې د پولیو یو واکسیناتور وژل شوی


روان هجري شمسي کال کې په کندهار کې په دریو جلا پیښو کې د پولیو درې واکسیناتوران چې یوه یې ښځه وه وژل شوي دي.
روان هجري شمسي کال کې په کندهار کې په دریو جلا پیښو کې د پولیو درې واکسیناتوران چې یوه یې ښځه وه وژل شوي دي.

د کندهار ولایت د عامې روغتیا چارواکي وایي چې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ یو رضا کار واکسیناتور تېره ورځ ددغه ولایت د شاه ولیکوټ ولسوالۍ په ویان سیمې کې هغه مهال ووژل شو چې د افغان امینتي ځواکونو او د افغان حکومت د وسله مخالفینو تر مینځ په دغه سیمه کې جګړه ونښته.

دا د کندهار په ولایت کې د پولیو واکسین د رضاکارانو د وژل کیدو دریمه پېښه ده چې د کار په جریان کې وژل کیږي.
د جنوبي حوزې د کتلوي معافیت امر نظر محمد امریکا غږ ته وویل چې " د شاه ولیکوټ د ویان د ساحې رضاکار له دندې څخه د خلاصیدو وروسته یې خپل مرکز ته واکسین تسلیم کړل او په مازدیګرنی میټینګ کې ګډون وکړ، کله چې کور ته روان شو په ناڅاپې توګه د دواړو خواوو ترمنځ د کمین په منځ کې راګیر شو او په ډزو ووژل شو".

ښاغلی نظرمحمد وایي چې عبدالولي په جگړه کې له ټپي کیدو وروسته ځای پر ځای ساه ورکړه.

که څه هم په افغانستان کې د افغان حکومت مخالف وسله وال د واکسین له پروګرام سره مخالفت نلري، خو روغتیايي کارکونکي روانه جګړه او نا امني د پولیو د له منځه وړلو د پروګرام پر وړاندې د یو ستر خنډ په توګه ویني او وایي چې جګړې یې په کارونو ډیره اغیزه کړې ده.

د جنوبي حوزې د کلتوي معافیت امر وویل " کله چې زمونږ یو نفر وژل کیږي یا هم زخمي کیږي پر مونږ ناوړه اغیزه لری، خو موږ يې د کورنیو سره کښېنو او هغوی ته قناعت ور کوو. زه فکر کوم دغه د تخته پل او شاه ولیکوټ پېښې قصدي نه وې ځکه موږ ته که د دولت وسله وال مخالفین و وايي چې واکسین مه کوی، موږ د واکسین پروګرام نه عملي کوو او نه غواړو چې د هیڅ یو کار کوونکي نوک مو هم بې ځایه شي ".

د تیر میلادي کال په وروستۍ اونۍ کې نامعلومو وسله والو د کندهار په ښار کې د پولیو د واکسین په دوه ښځینه واکسیناتورانو ډزې وکړې چې له امله یې یوه ووژل شوه او بله مرګونې ټپې شوه.

تر دې د مخه په تېر میلادې کال کې هم د کندهار ولایت په تخته پل ولسوالۍ کې د سړک غاړي د ماین چاودنې له امله هم یو بل واکسیناتور خپل ژوند دلاسه ورکړې و.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG