د لاس رسي وړ اتصالات

جان باس:افغانستان د میوو او لاسي صنعت له پلوه یو بډایه هیواد دی


په کابل کې د امریکا سفیر جان بس، چې د پنجشنبې په ورځ یې د افغانستان او هند ترمنځ د پانګونې او سوداګرۍ د ګډ نندارتون لپاره د چمتوالي یوې غونډه ته، چې د امریکا په سفارت کې جوړه شوې وه وینا کوله وویل، افغانستان د میوو او لاسي صنعت له پلوه یو بډایه هیواد دی او امریکا غواړي، چې نړیوالو ته د دغه هیواد مثبته څیره ورښکاره کړي.

د سفیر جان بس پر وینا، په افغانستان کې تیرو څلورو لسیزو جګړو او ناامنیو، نړیوالو ته د دغه هیواد ناسم انځور وړاندې کړی، خو دغه هیواد ډیر داسې څه لري، چې نیک نامۍ لامل یې کیږي.

هغه وویل "له دغه هیواد څخه بهر کله چې خلک د افغانستان نوم اوري یا د دغه هیواد په اړه یو څه لولي، دوی دلته د تاوتریخوالي، شخړو او روحي زیانونو په اړه فکر کوي. له بده مرغه دا په تیرو څلویښتو کلونو کې د افغانستان د تاریخ یوه مهمه او لویه برخه وه، خو موږ پوهیږو او موږ غواړو چې نړۍ هم پویه شي، چې په دغه هیواد کې د تاوتریخوالي او شخړو پرته نور زیات شیان هم شته او موږ غواړو له تاسې سره مرسته وکړو، چې پاتې نړۍ هم افغانستان د ظریفو غالیو، قیمتي ډبرو، ماربلو او نورو ډبرو، خوندورو میوو، غلو او ترکاریو په درلودلو، چې له دغه هیواد څخه صادریږي، وپیژني".

ټاکل شوې چې د افغانستان – هند د سوداګرۍ او پانګونې نندارتون د سپټمبر په دولسمه په ممبۍ ښار کې جوړ شي.
ټاکل شوې چې د افغانستان – هند د سوداګرۍ او پانګونې نندارتون د سپټمبر په دولسمه په ممبۍ ښار کې جوړ شي.

سفیر جان بس د افغانستان د اقتصادي ودې په برخه کې له افغانانو سره د امریکا د مرستو پر دوام ټینګار وکړ او د افغانستان او هند ترمنځ سوداګریزو اړیکو ته یې په اشارې وویل، چې د هند په ګډون د نړۍ له نورو هېوادونو سره د افغانستان سوداګریزو اړیکو د افغانانو په ژوند مثبتې اغیزې کړې دي.

ټاکل شوې چې د افغانستان – هند د سوداګرۍ او پانګونې نندارتون د امریکا نړیوالې پراختیایي اداري (یو ایس اې آی ډي) په مالي مرسته د سپټمبر په دولسمه په ممبۍ ښار کې جوړ شي.

دغه نندراتون په نړیوال مارکیټ کې د افغانستان د کرنیزو او صنعتي توکو د بازار موندنې لپاره جوړیږي.

په کابل کې د هند سفارت استازي چوکو آپا، غونډې ته وویل، چې د افغانستان او هند ترمنځ د هوايي دهلیزونو جوړیدل، د دواړو هیوادنو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا لامل شوی دی.

ښاغلي آپا زیاته کړه، چې د افغانستان – هند د هوايي دهلیز له لارې په سوداګرۍ کې د پانګوالو لیوالتیا ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو ده او پانګوال هڅه کوي، چې دغه دهلیز ته پراختیا ورکړي.

"دا یو ښه خبر دی، چې یو بل نوي لوبغاړي هم د کابل – ډهلي ترمنځ د هوايي دهلیز لپاره لیوالتیا ښودلې، دا د افغان سوداګرو لپاره یو ښه خبر دی، موږ په دې برخه کې یو څه کار هم کړی، زه هیله لرم چې دغه پړاو هم پیل شي، دا به افغان سوداګرو ته نورې ګټې هم ورسوي".

په همدې حال کې د افغانستان حکومت د دغه هیواد د اقتصادي ودې لپاره، د خصوصي سکتور د ونډې پر پراختیا او پیاوړي کولو ټينګار کوي.

XS
SM
MD
LG