د لاس رسي وړ اتصالات

جمهور ریس غني د ارګ د ویډیویي آرشیف پرانیسته وکړه


جمهورریس محمد اشرف غني د پنجشنبه پر ورځ، د افغان فلم ویډیویي ارشیف چې په دې ورستیو کې ارګ ته لیږدول شوی دی رسما پرانیست.جمهور ریس غني وویل آرشیف، او آرشیف ساتنه یو مسلک دی او په ارګ کې به دغه آرشیف ته مسلکي خلک لاسرسی ولري.

جمهورریس غني وویل له فرهنګي میراثونو باید په سمه توګه ساتنه وشي. ددې اړتیا ده چې په ښونځیو کې زدکونکي او په پوهنتونونو کې ځوانانو له فرهنګي میراثونو سره اشنا وي.

هغه وویل"بل ښه والی یې دادی چې دا ټول دیجیتل کیږي یانې فلمي کاپي د ټولو عکسونو او اسنادو جوړیږي چې خلک مجبور نه وي دلته راشي، دا په ټول په یو ویبسایټ کې ایښودل کیږي".

د اطلاعات او فرهنګ وزارت وایي چې یاد ارشیف د افغانستان تصویري تاریخي هویت دی چې ارګ یې د خوندي کیدلو لپاره یو مناسب ځای دی.

د دغه وزارت ویاند محمد صابر مومند امریکا غږ آشنا راډیو ته وویل"په دغه ویډیو ګانو کې هغه تفاهم لیکونه او د غازي امان الله او استاد رباني تر دورې پورې د ریس جمهورانو او پاچاهانو سفرونه او بیلابیل تاریخي واقعات پکې خوندي دي ددې تر څنګ لومړنی فلم چې د افغان فلم او نور فلمونه چې جوړ شوي وه په دغه ارشیف کې خوندي دي".

د اطلاعات او فرهنګ وزارت وایي یاد آرشیف د غازي امان الله خان د پاچاهۍ څخه پیل او د برهان الدین رباني تر ولسمشرۍ پورې لس زره ساعته ویډیو خوندي کړې ده.

XS
SM
MD
LG