د لاس رسي وړ اتصالات

یوازې دوه سلنه معلولیت لرونکي ماشومان مکتب ته ځي


په افغانستان کې د بشري حقونو یو شمیر ادارې دا ګڼي، چې په دغه هیواد کې هغو کسانو ته چې د معلولیت څخه کړیږي، هیڅ پاملرنه نه کیږي او هغوی له خپلو اساسي حقونو څخه محروم دي. په دې ډله کې عمر خوړلي، ځوانان او ماشومان شامل دي.

د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون د شمیرنو له مخې اوس مهال په افغانستان کې ۱۹۶ زره ماشومان، چې د معلولیت له بیلابیلو ډولونو څخه کړیږي شته دی، چې د دغې ډلې یوازې ۴۳۰۷ تنو ته یې د زده کړو امکان برابر شوی دی.

نن د چهار شنبې په ورځ په کابل کې دغسې ماشومانو ته د زده کړو د امکاناتو د برابرولو لپاره د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون له خوا یوه غونډه جوړه شوې وه، چې په کې د پوهنې د وزارت او د دغه کمیسیون د چارواکو د ګډون سربیره د پوهنې سکټور سره د مرسته کوونکو نړیوالو او افغان ادارو استازو هم په کې برخه اخیستې وه.

دې غونډې ته د پوهنې د وزارت د تدریسي او ثانوي زده کړو رئیسې میرمن ټورپیکۍ مهمند په خپله وینا کې وویل، چې د افغانستان او نړیوالو قوانینو له مخې ماشومانو ته باید د هرډول تبیض پرته د زده کړو اسانتیاوې برابرې شي.

میرمن مهمند د افغانستان په ښوونځیو کې د معلولیت لرونکو شاملو زده کوونکو د شمیر په اړه وویل" ۱۵۴۹ انجونې دي، ۲۷۵۸ هلکان دي، زمونږ د نابینا زده کوونکو شمیر شاوخوا ۲۳۹ تنو ته رسیږي، چې ۲۳۹ یې نارینه او ۱۱۵ تنه یې ښځینه زده کوونکې دي، ۵۳۰ نارینه کاڼه زده کوونکي او ۵۵۴ ښځینه زده کوونکې دي، هغه زده کوونکي، چې ذهنې ستونزې لري د نارینه زده کوونکو شمیر یې ۷۵۸ او د ښځینه زده کوونکو شمیر یې ۴۳۰ تنو ته رسیږي، همدارنګه هغه زده کوونکي، چې فزیکي ستونزې لري، د نارینه زده کوونکو شمیر ۸۲۹ او د ښځینه زده کوونکو شمیر ۴۵۰ تنو ته سریږي.

هغه زده کوونکي، چې فزیکي ستونزې لري، د نارینه زده کوونکو شمیر ۸۲۹ او د ښځینه زده کوونکو شمیر ۴۵۰ تنو ته سریږي.
هغه زده کوونکي، چې فزیکي ستونزې لري، د نارینه زده کوونکو شمیر ۸۲۹ او د ښځینه زده کوونکو شمیر ۴۵۰ تنو ته سریږي.

میرمن مهمند وویل، چې دا ۴۳۰۷ زده کوونکي په ۶۷۲ ښوونځیو کې په زده کړو بوخت دي.د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وايي په افغانستان کې د معلولو ماشومانو شمیر د دغه کمیسیون له خوا د ثبت شوو ماشومانو د شمیر څخه زیات دی.

په دغه کمیسیون کې د معلولینو د ملاتړ د څانګې رئیس علي محبتي دې غونډې ته وویل، چې دا چې په افغانستان کې څومره معلول ماشومان شته د دې لپاره یو ډاټابس جوړو ته اړتیا ده.

ښاغلي محبتي وویل " دا اصل هغه وخت منل کیدای شي، چې دا شمیرنې پورته لاړې شي او شمیرنې هغه وخت پورته ځي، چې مونږ ډاټابس او احصایه ولرو".

د معلولیت لرونکو ماشومانو لپاره د زده کړو د امکانانو د برابرولو په اړه د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون دا بحث په داسې پیل کړی، چې د نړیوالې ټولنې سره د افغان حکومت د ژمنې له مخې باید د پوهنې وزارت د ۲۰۲۰ کال پورې ټولو هغو ماشومانو ته د زده کړو د امکانات برابر کړي، چې د بیلابیلو عواملو مخې، چې سر کې یې نا امنې ده په ښوونځیو کې له زده کړو محروم شوي دي.

د پوهنې د وزارت د عمومي زده کړو رئیس نعیم بهین وايي، د دغه د وزارت د شمیرنو له مخې د دغسې ماشومانو شمیر ۳.۷ میلیونو تنو ته رسیږي، چې ۲.۲ میلیونه یې انجونې دي.

خو ښاغلی بهین وايي، که چیرې سمه سروې وشي نو دا به معلومه شي، چې له ښوونځیو د بهر ماشومانو شمیر له ۳.۷ میلیونو هم زیات دی.

XS
SM
MD
LG