د لاس رسي وړ اتصالات

د سیاسي ګوندونو او د ټاکنو د کمیسیون اختلافات لاهم روان دي


سبا دوشنبه به یو ځل بیا د ټاکنو د خپلواک کمیسیون، حکومت او د سیاسي ګوندونو د استازو ترمنځ د را روانو پارلماني ټاکنو په تړاوو بحث وشي، د درې اړخونو د تېرې ورځ بحث بې نتجې پای ته رسېدلی وو. سیاسي ګوندونه د انتخاباتي نظام بدلون او د سیستم بایومیټریک کېدل غواړي خو د ټاکنو کمیسیون وايي، چې دا کارونه عملي ندي.

پداسې حال کې چې د راتلوونکو پارلماني ټاکنو ترسره کېدو ته، څه کم درې میاشتې پاتې دي، خو لا هم د سیاسي ګوندونو، د ټاکنو د کمیسیون او حکومت ترمنځ ددې ټاکنو په تړاوو اختلافات ندي اوار شوي.

د سیاسي ګوندونو، حکومت او د ټاکنو د کمیسیون ترمنځ د خبرو د تېرې ورځې ناسته بې پایلې پای ته رسېدلې وه، دا درې واړه ارخونه به سبا هم سره جرګه شي.

سیاسي ګوندونه درې مشخصې غوښتنې لري، په ټاکنو د ګوندونو څارنه، د ټاکنو په ورځ د رایې ورکولو سیستم دې بایموميټریک شي او انتخاباتي نظام دې بدل کړای شي.

خو د ټاکنو خپلواک کمیسیون بیا وايي، چې د سیاسي ګوندونو هغه غوښتنې چې د قانون په اساس وي ورته د منلو دي، خو نورې غوښتنې د وخت د کمي او له قانون سره د مخالفت له امله نشي په ځای کولی. د ټاکنو د کمیسیون په ويناء څارنه د ګوندونو حق ده، د سیستم بایمومیټریک کول له تخنیکي لحاظه د منلو نده او د انتخاباتي نظام بدلون د ټاکنو د قانون په خلاف ده. ددې کمیسیون ویاند مرستیال ذبیح سادات وايي، کمیسیون په درې غوښتنو کې دوه نشي ترسره کولی او یوې ته تیاري دي چې عملي یې کړي.

د ولسي جرګې ټاکنې د میزان په اته ویشتمه ترسره کیږي،
د ولسي جرګې ټاکنې د میزان په اته ویشتمه ترسره کیږي،

په ټاکنو څارونکي بنسټونه بیا وايي، چې دا هڅې پدې مرحله کې د ټاکنو په وخت ترسره کیدو اغیزې لري، د فیفا اجرائیوي مشر وايي، د ګوندونو ځینې غوښتنې د اوږدې مودې حل لپاره ښې دي خو وخت یې اوس ندی.

د ولسي جرګې ټاکنې د میزان په اته ویشتمه ترسره کیږي، د کاندیدانو نوم لیکنه شوې او لومړنی لست هم خپور شوی، په نېږدې ورځو کې به د کاندیدانو وروستی لست خپور شي، ځینې څارونکي بیا وايي، دوی پدې باوري دي که ګوندونو دا ټوله پروسه له اوله سره نه وای منلې نو غوښتنې به یې په ځای وای، دوی د ګوندونو لپاره وخت ناوخته ګڼي.

XS
SM
MD
LG