د لاس رسي وړ اتصالات

د لسو احتمالي کاندیدانو نومونه له نوملړ څخه حذف شوي


د غیر قانوني وسلوالو ډلو قوماندانانو او غړو د څیړلو ځانګړی کمیسیون د یو شمیر هغو کسانو دوسیېچې په راروانو پارلمانو انتخاباتو کې احتمالي کاندیدان دي، له شکایتونو وروسته څیړلي چې لس تنه پکې حذف شوي دي.

یاد کمیسیون کې د دفاع او داخلې وزارتونه، ملي امنیت ریاست او د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون چارواکي د اړوندو غیر قانوني وسلوالو ډلو غړو دوسیې وڅیړلې.

د انتخاباتي شکایتونو مشر عبدالعزیز آریایي د پنجشنبه په ورځ وویل"لس نفره حذف لرو، دیارلس نفره عادي اخطار،پنځه نفره جدي اخطار لرو، پنځه نفره توصیه لرو او ۲۱ نفره رد شوي شکایتونه لرو دغه شکایتونه په ټوله کې له ۵۴ کسانو څخه شوي دي چې ټول سل شکایتونه دي".

ښاغلي آریايي که څه هم د دغو حذف شوو کسانو نومونه وانه خیستل خو وې ویل چې راتلونکې اونۍ به د حذف شوو کسانو لست د انتخاباتو کمیسیون ته ولیږدول شي.

ښاغلي آریایي وویل د یادو کسانو دوسیې د عامو خلکو د شکایتونو او د معتبرو اسنادو پر بنسټ د نړیوالو ناظرینو پر وړاندې څیړل شوي او له لست څخه حذف شوي دي.

دی همدارنګه وایي چې یاد کسان د راتلونکې شنبې تر ورځې کولای شي د استناف غوښتنه وکړي.چې کمیسیون بیا له څیړلو وروسته په دې اړوندو خپل نظر بدلولای شي.

د روان کال په میزان میاشت کې پارلماني او د ولسوالیو شوراګانو ټاکنې ترسره کیږي.
د روان کال په میزان میاشت کې پارلماني او د ولسوالیو شوراګانو ټاکنې ترسره کیږي.

په همدې حال کې د شفافیت د څار بنسټ هم د پارلمان لپاره د احتمالي کاندیدانو له نوملړ څخه د هغو کاندیدانو له ویستلو ملاتړ کوي چې د دوې پر وینا په فساد ککړ اشخاص دي.

د یاد بنسټ مشر سید اکرام افضلي وویل"موږ پوهیږو چې همدا مفسد او زورواکي کسان ددې لامل کیږي چې په انتخاباتو کې له زور او سلاح څخه کار اخلي او اجازه نه ورکوي چې شفافه ټاکنې ترسره شي.که حکومت غواړي چې انتخابات شفافه وي نو دا خلک دې یوې خواته کړي".

د غیر قانوني وسلوالو ډلو ځانګړی کمیسیون په داسې وخت کې د یو شمیر احتمالي کاندیدانو نومونه د کاندیدانو له لست څخه باسي چې د روان کال په میزان میاشت کې پارلماني او د ولسوالیو شوراګانو ټاکنې ترسره کیږي.

خو په شاوخوا یوسلو شلو ولسوالیو کې د ولسوالیو شوراګانو لپاره د کاندیدانو د نه شتون له امله د افغانستان د انتخاباتو کمیسیون د دغو شوراګانو د ټاکنو د مودې په بدلولو بحث کوي.

XS
SM
MD
LG