د لاس رسي وړ اتصالات

د لوی اختر په ورځو کې د لوی اوربند غوښتنه شوې


د سولې عالي شورا د ملي یووالي د حکومت له مشرانو غوښتي، چې په راتلوونکي لوی اختر کې د تېر اختر په څېر اوربند اعلان کړي ترڅو دا اوربند د مذاکراتو د پیل لامل شي. بل لورته طالبانو د رسنیو هغه راپورونه رد کړي، چې ګواکې د قطر د دفتر په مشرۍ کې بدلون راځي.

د افغانستان د دیني عالمانو د سرتاسري شورا ترڅنګ د سولې عالي شورا هم له ولسمشر محمد اشرف غني غواړي، چې راتلوونکي لوی اختر کې دې د وسله والو طالبانو سره اوربند اعلان کړي. د سولې عالي شورا پدې باوري ده، دا اوربند دې اوږد مهالی وي. د سولې د عالي شورا ویاند سید احسان طاهري وویل هیله لري، چې پدې اوربند کې وچکالۍ ځپلو سیمو ته مرستې ورسول شي.

یوې معتبرې سرچیني ویلي وو چې حکومت یو وار بیا پدې لوی اختر کې هم د اوربند لپاره تیاری لري. تېره ورځ د افغانستان د عالمانو د سرتاسري شورا هم له حکومت او طالبانو د لوی اختر په ورځو کې د دایمي اوربند غوښتنه وکړه.

د یو بل خبر له مخې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه اعلامیه کې د ځینو رسنیو هغه راپورونه رد کړي، چې ګواکې د طالبانو رهبري د قطر د دفتر د مشرۍ په بدلون فکر کوي. رسنیو ویلي وو چې ملا امیر خان متقي، ملا قدرت الله جمال، ملا رحمت الله کاکازاده او ملا سلام ضعیف به د قطر دفتر مشري په غاړه واخلي. خو طالب ویاند دا خبر نه یوازې رد کړی، بلکې دا خبر یې بې اساسه تور بللی دی.

عام خلک هم له حکومت او وسله والو طالبانو ددې غوښتنه کوي، چې اوربند دې وشي او دا اوربند دې د سولې مذاکراتو ته لاره اواره کړي.

XS
SM
MD
LG