د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه پاکستاني عسکر روزي


پاکستان داسې مهال له روسیې سره د خپلو سرتېرو د روزنې خبره کوي چې له امریکا سره یې اړیکې تر هر بل وخت زیاتې خرابې شوي دي
پاکستان داسې مهال له روسیې سره د خپلو سرتېرو د روزنې خبره کوي چې له امریکا سره یې اړیکې تر هر بل وخت زیاتې خرابې شوي دي

پاکستان او روسیې موافقه کړې ده چې مسکو به به پاکستاني سرتېري روزي.

د پاکستاني عسکرو د روزونې موافقه پاکستان ته د روسېې د دفاع وزارت د مرستیال د سفر په مهال شویده.

د پاکستان د ملي اردو خبري څانگې یا ای ایس پي ار لخوا خپاره شوي خبر کې راغلي چې د پاکستان او روسېې دواړو په دې موافقه کړې چې روسېه به خپلو نظامي روزنیز مرکزونو کې پاکستاني عسکرو ته روزنه ورکوي.

د ای ایس پي ار په وینا دا موافقه پاکستان ته د روسېې د دفاع د وزارت د مرستیال د سفر په مهال شوې.

د روسېې د مرستیال دفاع وزیر جنرال الیکزینډر فومین پنډۍ کې د پاکستان ستر نظامي مرکز جي ایچ کیو کې د پاکستان د پوځ د مشر جنرال قمر جاوید باجوه سره لیدلي.

د واړو مشرانو د دواړو ملکونو ترمنځ په شریکو همکاریو ټینگار کړی او د تروریزم سره په شریکه مبارزه ېې خبرې هم کړیدي.

د خبر پاڼې په اساس دوی په سیمه ایزو چارو او د شریکو گټو په مسایلو هم خبرې کړي دي.

په دې جریان کې په دې ېې هم موافقه کړې چې د پاکستان نظامي مامورین او عسکر به روسېې ته استول کیږي او هلته به د روسي نظامي ښونکو د نظارت لاندې نظامي روزونه ترلاسه کوي.

پاکستان داسې مهال له روسیې سره د خپلو سرتېرو د روزنې خبره کوي چې له امریکا سره یې اړیکې تر هر بل وخت زیاتې خرابې شوي دي.

XS
SM
MD
LG