د لاس رسي وړ اتصالات

کندز کې مخابراتي شبکې د شپې لخوا کار نه کوي


کندوز کې له تیرو لسو میاشتو راپه دیخوا مخابراتي شبکې د مازیګر له څلورو بجو وروسته بندیږي او سهار شپږ بجې بیرته فعالیږي، د کندوز خلک وايي چې د مخابراتي شبکو د غیر فعالیدو له امله له ستونزو سره مخ دي.

دوي دا هم وايي چې وسله والو طالبانو د څو مخابراتي شبکو انټنونه هم په دې خاطر سوځولي دي چې د شپې تر ناوخته به یې فعالیت کاوه.

د ځینو مخابراتي شبکو انټنونه چې شمالي او شمالختیځ ولایتونه وصلوي، د قره باطور د غره په سر درول شوي، چې اکثر وخت د مخالفینو تر بریدونو لاندې راځي.

د کندوز د مخابراتو ریس اخترمحمد اختر هم وايي چې د مخابراتي شبکو بندیدو خلکو ته ستونزې پیدا کړي.

په کندوز کې وسله وال طالبان له مخابراتي شبکو څخه هم یوه اندازه پیسې اخلي، خو د خصوصي مخابراتي شبکو مسولین بیا په دې اړه مطبوعاتو ته معلومات نه ورکوي.

د کندوز یو تن اوسیدونکی چې مستعار نوم یې احمد یاد کړ وايي چې وسله وال طالبان تر ټولو ډیرې پیسې له مخابراتي شبکو څخه په دې خاطر اخلي چې ددوي تر ولکې لاندې سیمو کې یې انټنونه درول شوي دي.

کندوز کې له تیرو لسو میاشتو راپه دیخوا مخابراتي شبکې د مازیګر له څلورو بجو وروسته بندیږي او سهار شپږ بجې بیرته فعالیږي
کندوز کې له تیرو لسو میاشتو راپه دیخوا مخابراتي شبکې د مازیګر له څلورو بجو وروسته بندیږي او سهار شپږ بجې بیرته فعالیږي

د کندوز عام خلک بیا وايي هر چا چې مخابراتي شبکې بندې کړي وي، خو تر ټولو ډیر یې عام خلک له ستونزو سره مخ کړي دي، دوي وايي چې اوس هره شیبه خلک له کور سره تماس نیسي که اړیکه یې ونه شي تشویش کې کیږي ځکه چې د کندوز امنیت هم د ډاډ وړ نه دی.

د چاردرې اوسیدونکی چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي وايي چې د یوې مخابراتي شبکې پر سیمکارتونو یې بندیز لګولی، ځای ځای وسله وال طالبان تالاشي کوي او د خلکو موبایلونه ګوري.

هغه وايي چې که ددوي له خوا د منع شوې مخابراتي شبکې سیمکارت ورسره وموندل شي څو میاشتې قید او نغدي جریمه کیږي، هغه زیاتوي چې په لومړیو کې یې خلکو ته اخطار ورکړی و چې که له چا سره دغه سیمکارت وموندل شي نو باید ددوي په مخکې یې وخوري او قید به هم تیروي.

نو ځکه خلک اوس د هغې مخابراتي شبکې سیمکارتونه پټ ګرځوي چې د وسله والو طالبانو له خوا یې پر استعمال بندیز لګیدلی.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG