جمهوررئیس محمد اشرف غني دجمعی ورځ له غرمې مخکې غزني ولایت ته د خپل سفر پر مهال د دغه ولایت له ښځو سره وکتل او د هغوې ستونزې او وړاندیزونه یې واورېدل.
دغه کتنه د غزني د ولایت په مقام کې وشوه، د دغه ولایت ښځو د لوړو زده کړو، امنیتي او روغتیایي خدمتونو په برخو کې خپلې ستونزې له جمهوررئیس سره شریکې کړې او د غزني ولایت ښځو ته یې د تحصیلي بورسیوغوښتنه وکړه.
جمهوررئیس د وژل شويو روح ته د دعا ترڅنګ هغه ډاکټران او قابلې وستايلې چې په سختو شرایط کې یې په روغتونونو او کلینکونو کې فعالیت درلود.
جمهوررئیس غني وویل:
« په ځانگړې توگه د وزيرانو او معينانو په کچه به د ښځو یو لوړ پوړی هيئت راشي تر څو د غزني د ښځو سره له نږدي خبرې وکړي او د هرې خور او مور درد له نږدي واوري».
طالبانو د تیرې جعمې په ورځ د غزني په ښار د پراخه بریدونو وروسته دغه ښار ته ننوتل او د ښار یو شمیر سیمې یې په خپل کنټرول کې راوستې.
افغان ځواکونو، چې د امریکا په مشرۍ د قاطع ملاتړ ماموریت د ځواکونو هوايي ملاتړ هم ورسره وو، وسله والو طالبانو سره د څلورو ورځو جګړو وروسته د دغه ښار کنټرول بیرته په خپل لاس کې واخیست.