د لاس رسي وړ اتصالات

ليوال:د غزني پيښې د پاکستان پوځ له جدي پوښتنو سره مخ کړی


ليوال وايي پاکستان د افغانستان په مساله کې لازمه همکاري ونکړه.
ليوال وايي پاکستان د افغانستان په مساله کې لازمه همکاري ونکړه.

د غزني پيښې وښودله چې د نړيوالواو سیمه ايزو فشارونو سره سره پاکستان لاهم په ښکاره توگه د افغانستان په چارو کې لاسوهنه کوي.

اوس پوښتنه داده چې:

آیا پاکستان به د افغانستان لپاره د سولې په بحث کې په پخواني موقف کې پاتې شي ، ملي، سیمه ايزه او نړيواله اجماع يې بايد په وړاندی څه ډول دریځ خپل کړي؟

څيړونکې او په قبايلي چارو کې د جمهور ريس سلا کار عبدالغفور ليوال امريکا غږ اشنا ته وويل:

کله چې د غزني په پيښه کې په پراخه پيمانه د پاکستان حضوراحساس شونولازمه ده دا خبره په نړيواله سطح راپورته شي چې همدا بیا د نړيوالې ټولنې له خوا پر پاکستان د سیاسي او اقتصادی فشار زياتولو داعيه کيدای شي.

«د غزني پیښې يو ځل بیا افغانانو کې دا شعور را ژوندی کړ چې پاکستان په افغانستان کې د مداخلی څخه لاس نه اخلي».

په قبايلي چارو کې د جمهور ريس سلا کار دا هم وويل پاکستان د افغانستان په مساله کې لازمه همکاري ونکړه، د غزني د پيښې نه ورورسته د پاکستان پوځ له جدي پوښتنو سره مخ دی.

پاکستان بايد دا پوښتنې ځواب کړي چې د غزني په پیښه کې وژل شوي کسان څوک وو، ولې او د څه لپاره په افغانستان کې جنگيدل؟

د ښاغلي عبدالغفور ليوال بشپړه مرکه دلته اوريدلای شئ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:05:14 0:00
XS
SM
MD
LG