د لاس رسي وړ اتصالات

د ۱۱/۹ بریدونو نه ۱۷ کاله وروسته افغانان څه وايي


د سپتمبر يوولسمه ،ترهګرۍ خلاف د جګړې د پیل ورځ هم بلل کيږي.
د سپتمبر يوولسمه ،ترهګرۍ خلاف د جګړې د پیل ورځ هم بلل کيږي.

د ۲۰۰۱ کال د سپتامبر د ۱۱ ترهګریزو بریدونو په امریکا کې زرګونه کسان ووژل، خو له هغه وروسته په افغانستان کې هم ستر بدلونونه رامنځته شول. اوولس کاله وروسته، افغانان د دغې پیښې او ورسره تړلو بدلونونو په هکله څه فکر کوي؟

تاريخپوه حبيب الله غمخور وايي که له يوه پلوه دا ورځ د امريکا په تاريخ کې مهم ګڼل کیږي، له بلې خوا دغې ورځې ته د ترهګرۍ خلاف د جګړې د پیل ورځ هم ويلاې شو.

ښاغلي غمخور وویل «د سپتمبر له يولسمې د بريد نه وروسته امريکا وپوهيدله چې تروريزم د دوی تر کوره رسيدلې اوبايد پرضد يې مبارزه پيل کړي.»

سیاسي مبصر شیرخوستې بیا وایی د تروريزم پرضد مبارزه له افغانستان نه پيل شوه چې ورسره افغانانو ښې راتلونکې لپاره ډيرې تمې هم درلودې مگر د وخت په تيريدو هغسې ونشول.

ښاغلی خوستی وايي «اولس کاله وشول چې مبارزه روانه ده خوافغانستان کې لاهم جگړه ده، سیاسي ، اقتصادي او نظامي برخه کې لا هم افغانان د ستونزو سره مخ دي.»

د افغانستان جګړه د امریکا پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش په وخت کې پیل شوه چې وروسته د دې هېواد د دوو نورو ولسمشرانو له لوري پر مخ یوړل شوه چې تراوسه دوام لري.

په امریکا کې میشت د نړيوالو چارو کارپوه هاشم وحدتيار وايي د سپتمبر د یوولسمې نه وروسته په افغانستان کې ستر بدلونونه رامنځته شول. هغه وویل

«افغانستان کې منتخب نظام رامنځ ته شو،تعليم ،اقتصادي زيربنا او صحت برخه کې ډيرکار وشو،مخابراتی سیستم چې په هيواد کې يې له سره وجود نه درلود فعاله شو او داسې نورې ښې بيلگې شته.»

خو په افغانستان کې لا هم جګړه پاې ته نده رسیدلې او امنیتي حالات لاهم کړکیچن دي.

ښاغلی وحدتیار وايي «متاسفانه د شلو نه زيات تروریستي گروپونه پيدا شول،خلک ډیر وژل کیږي، نشه اي توکي د پخوا په پرتله څلور برابره ډیرشو.»

په نړیواله کچه هم ترهګري نده له منځه تللې او دا مهال له سوريې نیولې بیا تر عراق او آن پاکستان پورې، بیلابیلې ترهګرې ډلې د سیمو او خلکو امنیت ګواښوي.

XS
SM
MD
LG