د لاس رسي وړ اتصالات

عبدالله: د خاص روزګان په اړه د حکومت اقدامات په ځنډ تر سره شوي


د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس وايي، د حکومت د اقداماتو ځنډېدو له امله د روزګان ولایت په خاص روزګان ولسوالۍ کې د رامنځته شوې نښتې له امله ګڼو پولیسو او ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

عبدالله عبدالله نن دوشنبه د لړم پر ۱۴مه د وزیرانو شورا په غونډه کې وویل چې د روزګان ولایت خلکو د حکومت د اقداماتو ځنډېدو له امله دوی ته شکایت کړی.

هغه زیاته کړه "په خاص روزګان کې د خلکو د بېځایه کېدو او ملکي خلکو او پولیسو ته د زیاتې مرګ ژوبلې اوښتو او د حکومت د اقدماتو ځنډېدو له امله د خاص روزګان خلکو موږ ته شکایت وکړ."

نوموړي وویل چې د جګړې مسؤلیت طالبانو په غاړه اخیستی او په دغه سیمه کې یې د جګړې لپاره له هر ډول امکاناتو څخه استفاده کړې.

د ښاغلي عبدالله په وینا چې نښته اوس هم جریان لري او له امله یې د خاص روزګان ولسوالۍ ګڼ خلک له خپلو سیمو څخه بې‌ځایه شوي چې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

نوموړي زیاته کړه، په دې اړه یې له دفاع وزارت سره خبرې کړي چې د قابو کولو لپاره به یې جدي اقدمات وشي.

پر همدې مهال جمهوري ریاست د شخړو د حلولو په برخه کې د ولسمشر د مشاویر وزیر اسدالله فلاح په مشرۍ د خاص روزګان ولسوالۍ د ستونزې څېړلو لپاره د یو ۱۴کسیزه هیئت ټاکلو حکم ورکړی.

له تېرو څو ورځو راپدېخوا له خاص روزګان ولسوالۍ څخه د وسله والو طالبانو او سیمه ییزو پاڅونوالو ترمنځ د نښتو راپورونه ورکول کېږي.

د روانې لړم میاشتې پر ۷ مه د روزګان ولایت د امنیت امر عبدالقوي امریکا غږ ته ویلي وو چې د غیر مسؤله وسله والو مشر حکیم شجاعي په خاص روزګان ولسوالۍ کې پر پښتون مېشتو سیمو حمله کړې وه چې وروسته طالبانو د خلکو په مرسته د شجاعي د وسله والو پر ضد جګړه پیل کړه.

ښاغلي عبدالقوي ویلي و چې په دې جګړه کې د شجاعي مرستیال ټپي شوی او ۱۰وسله وال یې وژل شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې حکیم شجاعي د رزوګان د سیمه ییزو پولیسو په لیکو کې رسمي دنده نه لري، خو د غزني او روزګان ولایتونو په هزاره مېشتو سیمو کې د غیر مسؤله وسله والو ډلو مشري کوي.

حکیم شجاعي درې کاله وړاندې په خاص روزګان ولسوالۍ کې د سیمه ییزو پوليسو مشري کوله چې په ځینو سیمو کې د خلکو په شکنجه کولو او د زور زیاتي په نورو پېښو کې تورن دی.

شجاعي پر ځان لګېدلې تورونه رد کړي دي، هغه تېره اوونۍ امریکا ږغ ته وویل چې له ملکي خلکو سره نه بلکې له وسله والو طالبانو سره یې جګړه کړې.

تر دامهاله دا معلومه نه ده چې په دې جګړه کې څومره پولیسو او ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

وسله والو طالبانو هم ویلي چې په خاص روزګان ولسوالۍ کې د حکیم شجاعي ګڼ وسله وال یې مړه او ټپيان کړي دي.

XS
SM
MD
LG