د لاس رسي وړ اتصالات

حکیم شجاعي د طالبانو برید کې ټپي شوی دی


د اروزګان امنیتي مقامات وايې چې په خاص اروزګان ولسوالۍ کې له وسله والو طالبانو سره په نښته کې د غیرې مسئولو وسله والو سیمه ییز قومندان حکیم شجاعي ټپي شوی او مرستیال يې وژل شوی دی.

د اروزګان د امنیت امر سمونمل عبدالقوي عمري امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل چې جګړه لاهم په سیمه کې شته او د جګړې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې.

هغه زیاته کړه "په پيل کې شجاعي د خاص اروزګان ولسوالۍ پر یوه پښتون مېشته سیمه برید کړی وو چې وروسته وسله وال طالبان د ځايي خلکو په مرسته له شجاعي او د هغه د وسله والو پرضد جګړه پيل کړې کوم معلومات چې موږ تر لاسه کړي شجاعي او مرستیال يې ټپيان شوي او تر ۱۰ پوري کسان يې وژل شوي او دغه راز په ځايي اوسیدونکو کې هم تر ۸ پوري وژل شوي او تر ۱۰ نور ټپیان دي".

خاص اروزګان د ترینکوټ په ختیځ کې له زابل او غزني ولایت سره په سرحد کې پرته غرنۍ ولسوالي ده.

ځايي اوسیدونکې وايې چې جګړه لاهم په سیمه کې شته او دواړه لوري پر یوه او بل د وسلو بریدونه کوي.

د دوی پر وینا حکیم شجاعي د غزني ولایت د مالستان ولسوالۍ څخه سیمې ته تللی وو چې وسله والو طالبانو پرې برید وکړ.

که څه هم حکیم شجاعي اوس د اروزګان د سیمه ییزو پوليسو په لیکو کې کومه رسیمي دنده نلري خو د غزني او اروزګان ولایتونو په هزاره مېشتو سیمو کې د غیري مسئولو وسله والو ډلو مشري کوي.

حکیم شجاعي چي درې کاله وړاندې په خاص اروزګان ولسوالۍ کې د سیمه ییزو پوليسو مشري کوله په ځینو سیمو کې د خلکو په شکنجه کولو او د زور زیاتي په نورو پېښو کې تورن دی.

د اروزګان د امنیت امر وايې چي حکیم شجاعي د خپل مسئولیت پر مهال د اروزګان د پوليسو په لس ګونو مېله وسله او څو رینجر موټر هم له ځان سره وړي او تر اوسه يې بیرته د اروزګان پوليسو ته ندي سپارلي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG