د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا او پاکستان د افغانستان د سولې په اړه همکاري پراخوي


Alice Wells
Alice Wells

پاکستان او امریکا کوښښ کوي چې په افغانستان کې د سولې د پروسې په اړه همکاري زیاته کړي.

د امریکا د بهرنو چارو د وزارت مرستیاله ایلس ویلز د سه شنبې په ورځ پاکستان ته سفر کړیدی او هلته یې په افغانستان کې د سولې په پروسې کې د همکارۍ په مسله خبرې کړیدي.

اغلې ایلس ویلز د پاکستان د بهرنو چارو د وزیر شاه محمود قریشي سره ملاقات کړیدی.

د امریکا د بهرنو چارو د وزارت مرستیاله پداسې وخت کې پاکستان ته سفر کوي چې د طالبانو سره د سولې د مذاکراتو په اړه کوښښونه گړندي شویدي.

د امریکا او د پاکستان لوړپوړو چارواکو پدغه ملاقات کې د دواړو ملکونو د اړیکو د سمولو په اهمیت هم ټینگار وکړ.

د پاکستان د بهرنو چارو وزرات د ایلس ویلز سره د ملاقات نه وروسته یوه اعلامیه خپره کړه چې پکې لیکل شوي "په سیمه کې حالات بدلیږي او دواړه ملکونه دیته اړ دي چې په سیمې کې د ټینگښت او سولې لپاره همکارۍ ته دوام ورکړي."

د پاکستان د بهرنو چارو وزیر شاه محمود قریشي د امریکایي هیت سره د ملاقات نه وروسته یوې مطبوعاتي غونډې ته وینا هم وکړه. قریشي وویل "افغانستان هم ډیر مهم دی خو د پاکستان او امریکا تعلقات هم زیات مهم دي او پکار ده چې روابطو ته دوام ورکړل شي."

ایلس ویلز پداسې وخت کې پاکستان ته سفر کوي چې دوه ورځې وروسته یعنې د جمعې په ورځ په مسکو کې د سولې مذاکرات پیلیږي. په دغه غونډه کې هند، پاکستان، چین او امریکا گډون کوي. د یادونې وړ ده چې طالبانو ته هم پدغه غونډې کې د گډون بلنه ورکړل شویده.

XS
SM
MD
LG