د لاس رسي وړ اتصالات

اکرم خپلواک له خپلې دندې څخه استعفا ورکړه


د افغانستان د سولې شوار د دارالانشاء پخوانی مشر محمد اکرم خپلواک
د افغانستان د سولې شوار د دارالانشاء پخوانی مشر محمد اکرم خپلواک

د افغانستان د سولې عالي شورا د دارالانشاء رئیس محمد اکرم خپلواک له خپلې دندې څخه استعفا وکړل.

اکرم خپلواک پر خپل رسمي ټوېټر پاڼه لیکلي چې نن چهارشنبه یې د «لړم پر۱۶» د کابینې په غونډه کې له خپلې دندې څخه استعفا ورکړل.

ښاغلي خپلواک له ولسمشر څخه مننه کړې چې د ده استعفا یې منلې ده.

نوموړي‌ لیکلي چې د رسمي ماموریت پرته به هم د سولې ترڅنګ په نورو چارو کې له حکومت سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

د افغانستان د سولې عالي شورا ویاند سید احسان طاهري هم له امریکا ږغ سره خبرو کې د نوموړي استعفا تائید کړ او د سولې د ټینګښت په برخه کې د هغه هڅې وستایلې.

محمد اکرم خپلواک د پخواني ولسمشر حامد کرزي په حکومت کې د سرحدنو او قبایلو چارو وزیر او د فراه والي و.

سرچینه وايي خپلواک د سیاسي اختلافاتو له امله استعفا ورکړېد افغان حکومت یوې سرچینې د نوم نه خپرولو په شرط امریکا ږغ ته وویل چې ښاغلي خپلواک میاشت مخکې کې د سولې پروسې د مدیرت او سیاسي اختلافاتو ‌په له امله خپل استعفا وړاندې کړې وه.

نوموړی په اوسني حکومت کې لومړی په ساسي چارو کې د ولسمشر غني ځانګړی استازی او د سولې شورا د دارالانشاء رئیس وو.

ښاغلی خپلواک پر داسې مهال له خپلې دندې څخه استعفاء ورکوي چې د سولې د عالي شورا رئیس کریم خلیلي د سولې د رسمي خبرو اترو لپاره ایران ته تللی.

دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشرۍ انتخاباتو په رانژدې کېدو سره د ملي یووالي حکومت یو شمېر نورو مهمو کسانو هم استعفاوې ورکړي دي.

دغه کسانو کې د امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر، د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزی، د مالیې وزیر اکلیل حکیمي، د ښار او کور جوړولو وزیر سید منصور سادات نادري او په هند کې د افغانستان سفیر شیدا محمد ابدالي شامل دي.

XS
SM
MD
LG