د لاس رسي وړ اتصالات

په دایکنډي ولایت کې د بادامو حاصلات۵۰ سلنه کم شوي


د دایکنډي په ولایت کې بزګران وايي، سږکال نه یوازې دا چې په دغه ولایت کې د سړې هوا او د وچکالۍ له امله د بادامو حاصلات تر نیمایي راکم شوي، بلکې د نورو کلونو پرتله یې سږ کال بیه هم راپرېوتې ده.

د بادامو حاصلات د دایکنډي ولایت د اوسېدونکو ستر عاید جوړوي.

د دغه ولایت باغداران وايي، تېر کال یو من بادام په دولس سوه افغانیو خرڅېدل، خو سږکال یو من بادام په څلور سوه افغانیو پلورل کېږي.

د بادامو یو سوداګر خان علي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې تېر کال ده تر درې سوه منو پورې بادام تولید کړي وو، خو د ناروغیو پر وړاندې د دوا شیندلو په برخه کې د دایکنډي د کرهڼې د ریاست د نه همکارۍ له امله سږکال یې د ونو حاصلات زښت زیات کم شوی دي.

خان علي: سږ کال مو د بادامو حاصلات کم شوي
خان علي: سږ کال مو د بادامو حاصلات کم شوي

​​خان علي وویل:" سږکال زموږ باغونه یخنۍ وهلي، هېڅ حاصل مو نه لره، په مرکز کې یو څه اندازه بادام شته، چې د تېر کال پرتله یې بیه راپریوتې ده، له دولت څخه د همکارۍ تمه نه لرو، سږکال یو کېلو بادام مې هم نه دي راټول کړي".

د رضا په نوم یو بل باغ لرونکي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې د سړې هوا له امله او د دوبي د وچکالۍ له امله یې د باغ حاصل د نشت په حساب وو.

هغه وویل، هرکال به یې له خپل باغ څخه ۱۶۰ منه بادام ترلاسه کول، خو سږکال یې ۴۰ منه بادام ترلاسه کړي دي.

د دایکنډي ولایت د کرهڼې ریاست هم په دغه ولایت کې د تېر کال پرتله تر ۵۰ فیصدو پورې د بادامو د حاصلاتو کمېدل تائیدوي او علت یې هم یخنې او وچکالي ګڼي.

د دغه ولایت د کرهڼې رئیس سید عبدالوهاب فیروزي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې سږکال په په دایکنډي کې شااوخوا دیارلس زره ټنه بادام تولید شوي دي.

ښاغلي فیروزي وویل:"له ۵۰ فیصدو زیات حاصلات مو زیان لیدلی دی، تېر کال تر پنځویشت زرو ټنو پورې بادام تولید شوي وو، سږکال د وچکالۍ ترڅنګ د سړې هوا له امله د بادامو حاصل د لسو او دیارلس زرو ټنو په شاوخوا کې دی".

دایکنډي کې د بادامو ۲۴ ډوله ونې شته
دایکنډي کې د بادامو ۲۴ ډوله ونې شته

د دایکنډي ولایت په افغانستان کې د بادامو د حاصل او خرڅلاو تر ټولو ستر بازار دی، په دغه ولایت کې د بادامو ۲۴ ډوله ونې شته دي.

د "ستاربایي" په نوم د دایکنډي بادام ترټولو مشهور دي، چې یو من یې په شپږ زرو افغانیو پلورل کېږي.

د دایکنډي ترڅنګ د سمنګان ولایت هم د بادامو د حاصلاتو له امله خورا شهرت لري.

XS
SM
MD
LG