د لاس رسي وړ اتصالات

فراه کې طالبان د گوزڼ ضد کمپاین سره مرسته کوي


ماشومانو ته د گوزڼ ضد واکسین کول
ماشومانو ته د گوزڼ ضد واکسین کول

د فراه ولایت سمیه ایز چارواکي ددې ولایت په ځینو ولسوالیو کې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسینسره د طالبانو د همکارۍ خبر ورکوي.

د فراه پشت رود ولسوال غوث الدین نورزی وایي، طالبانو د قومي مشرانو او ځایي اوسېدونکو په منځګړیتوب د پولیو واکسین سره د مخالفت پر ځای همکارې پیل کړې ده.

ښاغلی نورزی وايي«" د پولیو واکسین ټیمونه هر کلې او د هر کور مخې ته ورځي، ځکه ما د هر دور کمپاین پر مهال د قومې مشرانو او ځایي اوسېدونکو سره د پولیو واکسین تطبیق په اړه پوره معلومات اخیستي، او دا ټول د واکسین کوونکو سره په کلیو کې د طالبانو د همکارۍ پایله ده".

بل پلو یو تن مدنې فعال شراف الدین کاکړ ټولو ماشومانو ته د پولیو واکسین رسېدو په موخه د طالبانو سره یوې پایله ته رسېدل د اړونده سېمه ییزو چارواکو دنده بولي، ځکه فلج ډېره خطرناکه ناروغې ده، چې تل پاتي معلولیت رامنځته کوي.

په همدې حال کې د فراه قومي مشران وایي، په فلج ناروغۍ اخته شوی کس خپل ټول عمر په سخت تکلیف او عذاب کې تیروي، چې د کورنۍ او ټولنې د اږو بار هم ګرځي.

ډاکټران وايي، ګوزڼ ناروغې د تل پاتي معلولیت رامنځ کېدو تر ځنګ په ډېره لوړه سطحه سارې هم ده، چې آن د یوه هېواد څخه بل هېواد ته سرایت مندلی شي، خو د پولیو واکسین ده څاځکې ددغه ناروغې کابو کولو درمل دي.

XS
SM
MD
LG