د لاس رسي وړ اتصالات

د کورنیو چارو وزارت نوی اقدام به د جنايي پېښو کچه راټیټه کړي؟


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت له اقتصادي جرمنو سره د مبارزې ادارې پخوانی مرستیال وايي، په جنايي جرمنو د تورنو کسانو د نیولو لپاره د قانون په وړاندې معافیت باید له منځه یووړل شي.

کابل خان تدبیر د دوشنبې په ورځ د«مرغومې پر۱۷مه» امریکا غږ ته وویل چې ‌"په افغانستان کې د قانون په وړاندې معافیت موجود دی"

نوموړي زیاته کړه چې په جنايي جرمونو د تورنو کسانو د نیولو لپاره باید د کورنیو چارو وزارت له جنايي جرمنو سره د مبارزې په اداره کې جدي تغیرات راوستل شي او پر ځای یې مسلکي کسان وګمارل شي.

هغه زیاته کړه:"په ټوله کې د کورنیو چارو وزارت له جنايي جرمونو سره د مبارزې په اداره کې جدي تغیرات باید راوستل شي، هغه کسان چې په جرایمو پوهېږي او مسلکي‌ دي هغه جزب شي، دا یو مسلکي اداره ده، دلته د داسې افرادو اشخاصو موجودیت اړین ده چې هغه په جرم پوه شي هغه کرېمنل تخنیک لوستی وي."

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت تېره ورځ په یو تازه اقدام کې په بېلابېلو جرمنو د تورنو کسانو یو اوږد لیست خپور کړ.

د غه وزارت و یلي چې یاد کسان د دوی لخوا تر تعقیب لاندې دي او له خلکو څخه یې هم په دې برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

د د تېرې یکشنبې په ورځ د «مرغومې پر ۱۶مه» د کورنیو چارو وزارت لخوا په دغه خپور شوي بیان کې ویل شوي چې د دغه کسانو زیاته برخه یې د غلاو، قتل، اختیطاف او د عامه نظم خرابولو په پېښو کې لاس لري.

پر همدې مهال د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرسیتال نصرت رحیمي د د دوشنبې په ورځ د «مرغومې پر ۱۷مه» امریکا غږ ته وویل چې د جنايي جرمنو د تورنو کسانو له څه باندې ۲سوه کسیز لېست تر خپرېدو وروسته یې په دغه لېست کې موجود ۷ تنه یې نیولي دي.

رحیمي‌ زیاته کړه:"له تېرې شپې راپدېخوا په بېلابېلو جرمونو تورن پنځه تنه د خلکو په مرستې تر پېژندلو وروسته نیول شوي او دوو تنو نورو خپل ځان پخپله پولیسو ته تسلیم کړی."

د کورنیو چارو وزارت پر داسې مهال په جنايي پېښو کې د لاس لرلو په تور د یو شمېر کسانو لیست خپور کړی چې په کابل ښار کې د ژمې په رارسېدو سره وسله والې غلاوې زیاتېږي.

تر دې مخکې داسې شکایتونه موجود و چې په دولتي ادارو کې د فساد له امله په جنايي پېښو په ځانګړي ډول غلاو کې تورن کسان تر نیولو وروسته د رشوت په بدل کې خوشي کېږي.

XS
SM
MD
LG