د لاس رسي وړ اتصالات

دوادزی: د امریکا د وتلو په تقسیم اوقات یوې نتیجې ته رسیدلی شوو


محمدعمرداودزی د سولې لپاره د ارګ استازی دی.
محمدعمرداودزی د سولې لپاره د ارګ استازی دی.

ښاغلی داودزی وایي د طالبانو سره د امریکايانو د وتلو په تقسیم اوقات یوې نتیجې ته رسیدلی شي او په خبرو کې د اوربند مسله مطرح ده.

د سولې عالي شورا، دولت ته د احتمالي اوربند د تیارۍ سبارښتنه کړې ده.
د سولې عالي شورا، دولت ته د احتمالي اوربند د تیارۍ سبارښتنه کړې ده.

عمر داودزي د افغانستان دولت ته یادونه کړې چې د لنډمهاله یا اوږدمهاله اوربند لپاره تیار اوسي. د ښاغلي داودزي په باور هیڅ افغان دا نه غواړي چې بهرني قوتونه دی د تل لپاره د هغوئ په هیواد کې وي. ښاغلی داودزی وایي د طالبانو په فکر کې تغیر راغلی او کله چې د بهرنیوعسکرو د وتلو خبره کوي، دا يي موقف دی او فکر او سوچ پورې اړه نلري.

دوادزي پدې مرکه کې د پاکستان په سیاست کې د بدلون د راتلو یادونه کړې، د سیمې د هیوادونو د همکارۍ توقعات څرګندوي او وایي د بهرنیوعسکرو د وتلو په موضوع د طالبانو سره خبرو ته تیار دی. د ښاغلي داودزي په باورامریکا د طالبانو سره د افغانستان نه د خپلو عسکرو د وتلو مسله د افغانستان د مشورې پرته نشي نهایي کولې.

پوره مرکه دلته اوریدلی او لیدلی شئ:

مرکه
please wait
Embed

No media source currently available

0:00 0:05:22 0:00

XS
SM
MD
LG