د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل منډوي کې اور درانه زیانونه اړولي


د یکشنې په سهار شااوخوا شپږ بجې د کابل ښار د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند د منډوي په سیمه کې اور لګیدلی چې زیات تاوان یې اړولی.

دغه اور چې تر دامهاله یې کېدو لامل څرګند نه دی د میلاد په نوم د بوټونو او خوراکي موادو په مارکېټ کې لګیدلی.

د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند بصیر مجاهد د یکشنبې په ورځ د «سلواغې پر۷مه» امریکا غږ ته وویل چې د اور پراخېدو د مخنیوي لپاره سیمې ته د اور وژنې ټیمونه رسېدلي دي.

ښاغلي مجاهد زیاته کړه چې د اور مړه کولو لپاره د کابل ښاروالۍ او کابل ګارنېزیون له اور وژنې ټېمونو څخه هم کار اخیستل شوی دی.

ویل کېږي چې په اور کې چاته د سر زیان نه دی رسېدلی خو په ویډېو کې لیدل کېږي چې مالي زیان یې اړولی دی.

عیني شاهدانو په سیمه کې له امریکا غږ سره خبرو کې وویل چې په دغه اور کې ګڼ شمېر دوکانونه سوځېدلي دي.

دا په تېرو شااوخوا درې میاشتو کې په کابل ښار کې د خپل ډول دریم لوی اور دی چې لګیږي.

څه باندې درې میاشتې وړاندې د کابل ښار په «نادر پښتون جاده» کې د خیرخوا په نوم د الکترونیکي سامان الاتو په مارکېټ کې اور د دوکاندارانو په وینا میلیونونه ډالر مالي زیان واړاوه.

په روانه میاشت کې د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې اړوند د احمد یار په نوم پټرول پمپ کې د ګازو بالونونو چاودنې او تر هغه وروسته اورلګېدنې درې تنه مړه کړل او تر ترڅنګ یې د خلکو د هستوګنې ګڼ کورونه او دوکانونه وسوځول.

XS
SM
MD
LG