د لاس رسي وړ اتصالات

فیسبوک اداره وايي د نیو زیلاند د بریدونو ۱.۵میلیونه ویډیويي لیري کړي


النور جومات
النور جومات

د فیسبوک ټوله‌نیزي شبکې ادارې ویلي، د نیو زیلاند په جوماتونو د برید ۱،۵ میلیونه ویډیوي یې له فیسبوک څخه پاکې کړي دي.

د رویټرز خبري‌ اژانس د راپور له‌مخې فېسبوک ادارې ویلي چې دغه ویډیويي یې تر برید وروسته په ۲۴ ساعتونو کې له فېسبوک څخه لیري کړي دي.

د فیسبوک ادارې تېره ورځ پر ټوېټر ویلي:"تر برید وروسته په لومړیو څلوریشت ساعتونو کې د برید ۱،۵ میلیونه ویډیوي لیري کړې، او ۱،۲ میلیونه نورې ویډیوي چې د اپلوډ پر حال کې وي بندي شوي دي."

دغه ادارې همدارنګه ویلي چې دوی به د نیو زیلاند پر جوماتونو د برید په تړاو د ټولو ایډیټ شوو ویډیو چې په هر ډول ګرافیک کې جوړي شوي وي لیري کولو ته دوام ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د رویټرز خبري اژانس د راپور له‌مخې په نیو زیلاند کې پر جوماتونو د وژل شوو کسانو شمیر ۵۰ تنو ته رسېدلی دی.

دغه برید چې د تېرې جمعې په ورځ د نیوزیلاند په کرایست چرچ ښار کې په النور او یو بل جومات تر سره شوه ۴۰ تنه نور ټپیان شول.

ویل کېږي چې بریدګر پر النور جومات د برید جریان پر فېسیوک پاڼه د ۱۷ دقیقو لپاره په ژوندۍ بڼه خپاروه.

د نیو زیلاند صدراعظمې ویلي چې پر فیسبوک د دغه برید د ژوندۍ بڼې د خپرېدو په اړه به د فیسبوک له ادارې سره خبرې وکړي.

د یادونې وړ ده چې په دغه برید کې د محمد داود او مطیع الله صافي په نوم دوه افغانان هم وژل شوي دي.

دغه برید د افغان ولسمشر ترڅنګ د بېلابیلو هېوادونو مشرانو په سختو ټګو غندلی او هغه یې یو تروریستي عمل بللی دی.

د دغه برید په تړوا نیول شوی ۲۸ کلن اسټرلیايي برنټن ټرنټ تېره ورځ په نیو زیلاند کې محکمې ته وړاندې شوي.

XS
SM
MD
LG