د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د جمهوري ریاست کاندیدانو "مشورتي"جرګه پرانیستل شوه


د راتلونکو جمهوري ریاست ۷ نوماندانو د "افغانستان د جمهوري ریاست کاندیدانو مشورتي"جرګې په پرانیستې سره غواړي، چې د سولې د روانې پروسې په اړه منځګړیتوب وکړي.

فرامرز تمنا، غلام فاروق نجرابي، محمد ابراهیم الکوزی، عنایت الله حفیظ، محمد شهاب حکیمي او نور رحمان لیوال د دغې جرګې غړي دي او وایي، چې له دغې جرګې څخه یې موخه د سولې د روان بهیر ګړندي کول دي.

د دغې جرګې یو بل غړي فرامرز تمنا وویل، چې د سولې یو اړخ د افغانستان حکومت دی، چې غواړي د سولې پروسه ټکنۍ کړي او بل اړخ بیا د امریکا متحده ایالات او ناټو ده، چې د سولې په پروسه کې خپلې مشخصې او نړیوالې موخې لټوي.

ښاغلي تمنا زیاته کړه، چې د سولې په بل اړخ کې طالبان او نور وسلوال مخالفین دي، چې د سولې او مذاکراتو په اړه د جدي همکارۍ اراده نلري.

په پام کې ده د دغې جرګې غړي د سولې بهیر په دریو پړاونو کې پر مخ بوځي، چې لومړی یې په مذاکراتو کېد سولېمتخصیصونو لخوا زیان پیژندنه ده، دوهم پړاو یې دادی، چې د سولې په بهیر کې به له طرفینو سره خبرو اترو ته کیني ترڅو ګډ او مخالف ټکي پیدا کړي او په وروستي پړاو کې به د جرګې د غړو، حکومت، وسلوالو مخالفینو، امریکا او همکارو هیوادنو سره یوځای یو څلور اړخیز کنفرانس جوړیږي، چې د سولې په اړه به خبرې کیږي.

د سولې عالي شورا وایي هر هغه څوک، چې د سولې بهیر په ګړندیتوب کې ګام پورته کوي دوې ترې هر کلی کوي خو زیاتوي، چې د سولې په اړه هر نوښت او مرسته باید د سولې عالي شورا په محوریت کې ترسره شي.

XS
SM
MD
LG