د لاس رسي وړ اتصالات

ترکېې نه د افغان مهاجرینو د بیرته راستنولو په اړه موافقه شوې


د افغانستان د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر سیدحُسین عالمي بلخي، د افغان پناه‌غوښتونکو د وضعیت د ښه‌والی لپاره ترکیې او یونان ته د خپل سفر نتایج، د دوشنبې په ورځ له رسنیو سره شریک کړل.

ښاغلي بلخي وویل، چې په دغو هیوادونو کې له افغان مهاجرینو سره ناسم چلند، په جبري ډول د هغوی راستنول او ورته د خدماتو د وړاندې کولو څرنګوالی هغه موارد وو، چې په اړه یې اندیښنې موجودې وې.

د افغانستان د مهاجرینو وزیر زیاته کړه، چې په یونان کې یې د دغو ستونزو د لرې کولو په تړاو، د ملګرو ملتونو د پناه‌غوښتنې د چارو د دفتر او د مهاجرت نړیوال سازمان د چارواکو سربیره، د یونان د کورنیو، بهرنیو او مهاجرینو چارو له وزیرانو سره خبرې کړې دي.

د ښاغلي بلخي پر وینا، د یوناني چارواکو د رسمي شمیرو له مخې، اوسمهال په دغه هیواد کې شپاړس زره افغان پناه‌غوښتونکي شته او دغه هیواد له ۷۰ فیصدو څخه د زیاتو افغان مهاجرینو د جذبولو ظرفیت لري.

د ترکیې هیواد ژمنه کړې، چې له دې وروسته به افغان مهاجرین له هغه هیواد څخه په زوره نه شړي
د ترکیې هیواد ژمنه کړې، چې له دې وروسته به افغان مهاجرین له هغه هیواد څخه په زوره نه شړي

د افغانستان د مهاجرینو د چارو وزیر دغه راز وویل، د ترکیې هیواد ژمنه کړې، چې له دې وروسته به افغان مهاجرین له هغه هیواد څخه په زوره نه شړي بلکې په داوطلبانه توګه به د هغوی د راستنولو لپاره آسانتیاوې برابروي.

د ښاغلي بلخي پر وینا، په ترکیه کې میشت افغان پناه‌غوښتونکي د هغه هیواد د حکومت او د مهاجرت د نړیوال سازمان په ملاتړ افغانستان په خپله خوښه راستانه کیږي او د ترکیې د سرې میاشتې ټولنې له خوا په افغانستان کې ورته د حرفې زده‌کولو زمینه برابریږي او کار خاوندان کیږي.

هغه زیاته کړه "د ترکیې د کورنیو چارو له وزیر سره مو غونډه درلوده، چې په کې په جبري دول د پناه‌غوښتونکو د اخراجولو د مخنیوي، د داوطلبانه پروسې په اړه د کار کولو او له دغې پروسې څخه د ملاتړ پر مسلو ټینګار وشو، او همداشان د کارګرۍ پر یوې تفاهم‌نامې بحث وشو، چې د افغانستان او ترکیې ترمنځ لاسلیک شي، ترڅو هغه افغانان چې د کار کولو لپاره ترکیې ته ځي، په قانوني ډول هلته حضور پیدا کړي او کار وکړي".

د افغانستان د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر سیدحُسین عالمي بلخي، د افغان پناه‌غوښتونکو د وضعیت د ښه‌والی لپاره ترکیې او یونان ته د خپل سفر نتایج گټور بللي
د افغانستان د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر سیدحُسین عالمي بلخي، د افغان پناه‌غوښتونکو د وضعیت د ښه‌والی لپاره ترکیې او یونان ته د خپل سفر نتایج گټور بللي

خو په ترکیې کې د افغان پناه‌غوښتونکو د پیوستون د ټولنې یوې مسولې ذاکرې حکمت امریکا غږ – آشنا ته وویل، چې اوس هم افغان پناه‌غوښتونکي په ترکیه کې په بدو شرایطو کې ژوند کوي.

هغې زیاته کړه، چې په ترکیې کې د افغان پناه‌غوښتونکو د منلو کچه خورا ټيټه ده او د هغو کسانو شمیر ډیر زیات دی، چې د پناه‌غوښتنې وړاندیزونه یې رد شوي دي.

نوموړې زیاته کړه، چې د ملګرو ملتونو د شمیرو له مخې تراوسه په ترکیې کې ۱۷۲زره افغان پناه‌غوښتونکي ثبت شوي او یو شمیر نور هم، چې په یوې ادارې کې یې هم نوم‌لیکنه نه ده کړې، په دغه هیواد کې ژوند کوي.

خو د افغانستان د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د "بودا پست د بهیر" په کنفرانس کې، چې د ۷۲ هیوادونو استازو په کې ګډون درلود، د مهاجرت دوه مهم سندونه لاسلیک شوي، چې په کې له سیستماتیک مهاجرت سره د مبارزې، د مهاجرینو د راستنېدو او یا د هغوی د منلو لپاره د سهولتونو پر برابرولو، د انساني قاچاق له بانډونو سره مبارزه او د قانوني مهاجرت لپاره د شرایطو پر برابرولو توافق شوی دی.

XS
SM
MD
LG