د لاس رسي وړ اتصالات

د پنځو نورو ولایتونو د پارلماني انتخاباتو نتایج اعلان شول


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د سې‌شنبې په ورځ د غور، بلخ، پکتیکا، هرات او بادغیس ولایتونو او د اهل هنود د حوزې د ولسي جرګې د انتخاباتو وروستي نتایج اعلان کړل، چې په کې په تیرو ولسي جرګې انتخاباتو کې د ۴۳ ګټونکو کاندیدانو نومونه شامل دي.

د دغو نتایجو په اساس د اهل هنودو له حوزې څخه یو، غور څخه ۶، بلخ څخه ۱۱، پکتیکا څخه ۴، هرات څخه ۱۷ او بادغیس څخه ۴ کاندیدان ولسي جرګې ته بریالي شوي دي.

د افغانستان د انتخاباتو د کمیسیون مشرې حوا علم نورستانۍ د نتایجو د اعلان پر مهال وویل: "کوم تغیرات که احیاناً په دې پایلو کې راغلي وي، هغوی ته کامیابي غواړو او دا ورته په تعهد سره وایو، زموږ دوستانو چې دلته کار کړی په ډیرې بې‌طرفۍ سره یې کړی. دا ټول هغه کارونه وو، چې د تیر کمیسیون څخه راپاتې وو، موږ کولی شول دا موږ همداسې اعلان کړو، خو موږ دا ونه غوښتل او په دې مو کار وکړ".

له دې وړاندې د افغانستان د انتخاباتو د کمیسیون پخوانیو کمیشنرانو د اتلسو ولایتونو د ولسي جرګې وروستي نتایج اعلان کړي وو، او د دغو ولایتونو ۸۰ بریاليو کاندیدانو ته یې د ولسې جرګې د وکالت وثیقې ورکړې.

په دې سره د انتخاباتو کمیسیون تراوسه د ۲۳ ولایتونو د تیرو ولسي جرګې انتخاباتو نتایج اعلان کړي او د لسو نورو ولایتونو لا پاتې دي. آغلې نورستانۍ ټینګار وکړ، چې د پاتې ولایتونو وروستي نتایج به هم ډیر ژر اعلان کړي.

د کندز، پکتیا، میدان وردک، بغلان، ننګرهار او تخار ولایتونو وروستی نتایج هم نهايي شوي او ژر به د انتخاباتو کمیسیون ته واستول شي.
د کندز، پکتیا، میدان وردک، بغلان، ننګرهار او تخار ولایتونو وروستی نتایج هم نهايي شوي او ژر به د انتخاباتو کمیسیون ته واستول شي.

د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون وايي، چې د کندز، پکتیا، میدان وردک، بغلان، ننګرهار او تخار ولایتونو وروستی نتایج هم نهايي شوي او ژر به د انتخاباتو کمیسیون ته واستول شي.

د دغه کمیسیون مشرې زهره بیان شینواري وویل: "هغه ولایتونه چې تر څیړنو لاندې دي، کندهار او د کوچیانو حوزه ده، هغه ولایتونه چې تر حقوقي تحلیل لاندې دي، هلمند او د کوچیانو حوزه ده، هغه ولایتونه چې د کمیشنرانو فیصلې ته چمتو دي د کندز، پکتیا، میدان وردک، بغلان، ننګرهار او تخار ولایتونه دي، هغه ولایتونه چې په استینافي پړاو کې وي نه یې لرو، په دغو ولایتونو کار دوام لري او ژر به یې نورو پړاونو د ترسره کولو لپاره د انتخاباتو کمیسیون ته واستوو".

په ورته وخت کې ولسي جرګې ته یو شمیر بریالي شویو کاندیدانو د سې شنبې په ورځ په یوې غونډه کې له انتخاباتي کمیسیونونو څخه وغوښتل، چې د ولسي جرګې د انتخاباتو وروستي نتایج ژر بشپړ او اعلان کړي.

دغو کاندیدانو چې شمیر یې لسګونو کسانو ته رسیده ټینګار وکړ، چې د نتایجو په اعلان کې ځنډ ورته نور د منلو نه دی.

له کنړ ولایت څخه بریالي شوي کاندید نعمت‌الله کریاب، چې د نورو په استازیتوب یې د ګټونکو کاندیدانو ګډه اعلامیه لوستله وویل: "له دواړو کمیسیونونو په ټینګه غوښتنه کوو، چې د ولس د رایو درناوی وکړي، نور باید هیڅ څوک د ټاکنو د پایلو د اعلان پر وړاندې خنډ نه شي، د نتایحو یوه ورځ نور ځنډ هم ولس ته د منلو وړ نه دی".

خو له انتخاباتو څخه د څار بنسټونه وايي، چې انتخاباتي کمیسیونونه باید د پاتې ولایتونو د نتایجو په اعلان کې شفافیت ته جدي پام وکړي.

د افغانستان د ولسي جرګې انتخابات شاوخوا پنځه میاشتې مخکې په ۳۳ ولایتونو کې ترسره شول،
د افغانستان د ولسي جرګې انتخابات شاوخوا پنځه میاشتې مخکې په ۳۳ ولایتونو کې ترسره شول،

د افغانستان د شفافو انتخاباتو د بنسټ یا ټیفا غړې صغرا سعادت وویل: "د انتخاباتي کمیسیونونو نوي غړي باید، له پاکو رایو څخه د ناپاکو رایو د بیلولو لپاره د څارنې او تفتیش میکانیزم جوړ کړي او له انتخاباتو څخه د څار بنسټونو په مشورې او څارنې، د تورو او سپینو رایو د بیلولو هڅه وکړي، ترڅو د خلکو او په ځانګړي ډول د پارلماني انتخاباتو د کاندیدانو قناعت ترلاسه شي".

د افغانستان د ولسي جرګې انتخابات شاوخوا پنځه میاشتې مخکې په ۳۳ ولایتونو کې ترسره شول، خو لا هم د لسو ولایتونو وروستي نتایج اعلان شوي نه دي.

د قانون په اساس د ولسي جرګې کاري دوره په پنځو کلونو کې بشپړه کیږي او د راتلونکو نورو پنځو کلونه لپاره باید نوي وکیلان د انتخاباتو د وروستیو نتایجو له اعلان وروسته کار پیل کړي.

خو افغان حکومت د شپاړسمې دورې د ولسي جرګې کاري موده په ټاکلي وخت د انتخاباتو د نه ترسره کېدو له امله پرله پسې اتو کلونو لپاره تمدید کړه.

ټاکل شوې وه، چې د نهم کال لپاره هم د کب په ۱۶مه نیټه د وکیلانو د ژمنیو رخصتیو په پای کې دغه تقنیني دوره بیا تمدید شي، خو دا ځل جمهوري ریاست ټینګار کړی، چې اولسمه تقنیني دوره به د پارلماني انتخاباتو د ټولو نهايي نتایجو له اعلان وروسته پرانیزي.

XS
SM
MD
LG