د لاس رسي وړ اتصالات

مالیزیا په فوټبال کې افغانستان ته ۲-۱ ماتې ورکړه


د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې 2 -1 په وړاندې د مالیزیا فوټبال لوبډلې ته لوبه وبایلله.

د ۲۰۱۹ مېلادي کال د آیر مارین کپ د څلور اړخیز ټورنمنټ کې د افغان لوبډلې دوهمه سیالي وه چې کوربه هېواد مالیزیا ته یې بایلول.

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې روزونکي تر دې مخکې له مالیزیا سره یادې لوبې ته د پوره چمتووالې خبر ورکړی و.

د افغان لوبډلې روزونکي انوش دستګیر تېره ورځ د مالیزیا د فوټبال لوبډلې له روزونکي سره ګډ خبري کنفرانس ته ویلي و چې دغه سیالۍ ته یې دوه ورځې تمرینات کړي‌ او هڅه به وکړي چې پخپله ګټه یې پای ته ورسوي.

افغانستان د یادې لوبې په بایلولو سره دا مهال څلورم ځای لري.

افغان فوټبال لوبډلې د تېرې چهارشنبې په ورځ عمان لوبډلې ته ۵ ـ صفر په وړاندې لوبه بایللې وه.

ټاکل شوې افغان فوټبال لوبډله په راتلوونکې کې به لوبه له سینګاپور سره تر سره کړي.

د افغانستان فوټبال ملي لوبډله د فوټبال نړیوال فدراسیون په درجه بندۍ کې۱۳۹ م ځای لري چې تر ټولو ټیټه درجه بلل کېږي.

همدارنګه د افغانستان په فوټبال ملي لوبډله کې هغه افغان لوبغاړي لوبېږي چې ویل کېږي اکثره یې په بهر کې اوسېږي.

XS
SM
MD
LG