د لاس رسي وړ اتصالات

نری رنځ هر کال ۹زره افغانان مړه کوي ـ روغتیا وزیر


د افغانستان د عامې روغتیا وزیر وايي، هر کال په نري رنځ یا توبرکلوز اخته ۹زره افغانان خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د دغه وزارت د معلوماتو له‌مخې په تېر ۲۰۰۴ مېلادي کال کې دغه شمېر ۲۳زره تنه و.

د عامې روغتیا وزیر ډاکټر فیروز الدین فیروز د یکشنبې په ورځ‌ د «وري میاشتې پر ۱۱مه» د نري رنځ ناروغۍ سره د مبارزې د نړیوالې ورځې په مناسبت غونډې ته وویل، چې په تېر ۱۳۹۷ کال کې په افغانستان کې په نري رنځ ناروغیو د اخته کسانو ۴۸زره پېښې ثبت شوي دي.

ښاغلي‌ فیروز وویل:" په ۲۰۰۴ میلادي کال کې چې کومو زموږ هېوادوالو د نري رنځ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی و شااوخوا ۲۳زه تنه و، خو سږ کال دغه شمېر ۹زره تنو ته راټیټ شوی دی، یعني په دغه کال ۵۰ سلنه د مور او ماشوم د مړینې دکچې ټیټوالی ښيي."

د نوموړي په خبره، روغتیايي مرکزونو ته د خلکو د نه مراجعې او یو شمېر نورو ستونزو له امله لاهم په افغانستان کې ۲۰ سلنه د نري رنځ پېښې نه ثبت کېږي.

هغه وویل:"د نري رنځ د تشخیص او درملنې مرکزونه تېر کال د دولت لخوا پراخ شول او یوازې په تېر کال کې د نري رنځ ناروغۍ د درملنې لپاره ۲زره ۶۲۷ روغتیايي مرکزونه جوړ شوي دي".

تېر کال په افغانستان کې په نري رنځ د ۴۸ زره کسانو اخته کېدو اندېښنې رامنځته کړي دي.

د افغانستان د بشري حقونو د کمېسیون مشرۍ سیما سمر په دغه غونډه کې وویل، که چېري په نري رنځ د اخته کسانو پر وخت درملنه ونشي، «دغه ناروغي به په افغانستان کې د تروریزم او جګړې په پرتله د ډېرو خلکو ژوند واخلي.»

د روغتیا نړیوال سازمان د نري رنځ یا توبرکلوز ناروغۍ سره د مبارزې په نړیواله ورځ وویل، چې لا هم ګڼ شمېر افغانان په دغه ناروغۍ د اخته کېدو او یا خپرېدو په اړه پوره پوهای نه‌لري.

د روغتیا نړیوال سازمان ټینګار وکړ، چې:"د افغانستان ۴۰سلنه کلیوال خلک او ۳۴ سلنه د ښار اوسېدونکي نه پوهېږي چې نری رنځ د ټوخي له امله خپرېږي."

د مارچ ۲۴ مه نېټه د نري رنځ یا توبرکلوز ناروغۍ سره د مبارزې نړیواله ورځ ده، چې ملګري ملتونه یې لا هم د یوې مرګونې ناروغۍ په توګه یادوي.

XS
SM
MD
LG