د لاس رسي وړ اتصالات

امرخېل: دجرگې اصلي غړي د ولس نمايندگان دي


د مشورتي لويې جرګې د جوړېدو د کميسیون مرستيال ضياالحق امرخيل امريکا غږ ته وويل :حکومت د مشورتي لويې جرگې لپاره پوره چمتوالې نيولې او د افغانستان د هرگوټ نه د ولسونو استازي په جرگه کې د گډون په هدف راغلي او لا هم روان دي.

ځينو سياستوالو ويلي چې په‌ دې مشورتي لويه جرګه کې برخه نه اخلي.

ښاغلی امرخيل وايي د ځینو سیاسیونو نه گډون د مشورتي جرگې په پريکړو خاص تاثیر نلري.“دجرگې اصلي غړي د ولس نمايندگان دي،سیاسیون د ولسمشرۍ نوماندان او وزير صاحبان د ميلمنو په حیث گډون کوي نو که اصلي غړي گډون ولري زما په نظرد ميلمنو نه گډون د جرگې په مشروعيت منفي تاثیرنکوي”

سبا دوشنبه په کابل کې د سولې لپاره مشورتي لويه جرگه پیليږي چې څلور ورځې به دوام وکړي.امرخيل دا هم وويل چې مشورتي لویه جرگې ته ډاډمن امنيتي تدابيرنيول شوي.

ښاغلی امرخيل امريکا غږ سره په مرکه کې لمړې د جرگې په تیاریوغږيدلې!

please wait

No media source currently available

0:00 0:04:18 0:00

XS
SM
MD
LG