د لاس رسي وړ اتصالات

میر رحمان رحماني د ولسي جرګې رئیس وټاکل شو


د ولسي جرګې نوی مشر میر رحمان رحماني
د ولسي جرګې نوی مشر میر رحمان رحماني

په ولسي جرګه کې د پروان د خلکو استازی میر رحماني رحماني په ۱۷مه تقنیني دوره کې د پنځو کلونو لپاره د ولسي جرګې د رئیس په توګه وټاکل شو.

د ولسي جرګې د ریاست لپاره نن شنبه د وو مخکښو نوماندانو میر رحمان رحماني او کمال ناصر اوصولي ترمنځ ټاکنې تر سره شوې.

د ولسي جرګې لنډ مهاله رئیس عطاء محمد دهقان د یادو ټاکنو تر پیل مخکې وویل، چې د جرګې په تالار کې ۲۴۷ استازي شتون لري چې ګټونکی نوماند د ۵۰+۱ د پوره کولو لپاره ۱۲۴ رایو ته اړتیا لري.

د ولسي جرګې ریاست لپاره کاندید میر رحمان رحماني ۱۲۳ او بل کاندید کمال ناصر اصولي ۵۵ رایې وګټلې او ۵۳ رایې باطلې او ۱۳ رایې هم سپینې وې چې یوه کاندید هم ټاکل شوی هدف پوره نه کړای شو.

که څه هم د یوه بریالي کاندید لپاره په لومړیو کې د ۱۲۴ رایو تر لاسه کول ټاکل شوي و، خو وروسته وویل شول چې دوې رایې ورکې دي او یو هم تش کاغذ دی چې له همدې امله یو شمېر کاندیدانو اعتراض وکړ چې میر رحماني رحماني ګتوونکی دی.

د غه بهیر چې د ولسي جرګې پر ټلویزیون په ژوندۍ بڼه خبرېدی د ولسي جرګې په تالار کې د اعتراضونو ترامنځته کېدو وروسته نشرات بند شول.

تر یوې لنډې وقفې وروسته نشرات وروسته پيل شول او د ولسي جرګې لنډ مهاله مشر میر رحمان رحماني چې ۱۲۳ رایې وړي وې بریالی اعلان کړ.

  • میر رحمان رحماني څوک دی؟

میر رحمان رحماني د حاجي قلندر خان زوی او د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی دی.

نوموړي پوځي زده کړې کړي او د جنرالۍ تر رتبې پورې یې د افغانستان په پوځ کې خدمت کړی او د هغې ترڅنګ د پروان د سوداګرۍ او صنایع خونې د رئیس په توګه یې هم دنده تر سره کړې ده.

نوموړی د ولسي جرګې په تېره ۱۶مه تقنیني دوره کې د اقتصاد کمېسیون مشر و.

د یادونې وړ ده چې د تېرې پنجشنبې په ورځ هم د یادو نوماندانو ترمنځ ټاکنې تر سره شوي وې.

د افغانستان د ولسي جرګې ۱۷مه تقنیني دوره روان میاشت د ولسمشر محمد اشرف غني لخوا پرانیستل شوه.

XS
SM
MD
LG