د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې د جمعې لمانځه پرمهال چاودنې مولوي ریحان وژلی


د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې اړوند په «التقوا» جومات کې چاودنې د پيژندل شوي دیني عالم مولوي سمیع الله ریحان په ګډون دوه تنه وژلي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي د یاد خبر په تائید سره وايي، دغه چاودنه چې نن جمعه د «غبرګولې پر ۳مه» د جمعې د لمانځه پرمهال رامنځته شوې ۱۶ نور لمونځ کوونکي ټپیان کړي هم دي.

تر دا مهاله د چاودنې نوعیت معلوم نه دی، خو د کورنیو چارو وزارت وايي چې سیمې ته د څېړنو لپاره د دوی پولیس رسېدلي دي.

مولوي سمیع الله ریحان په کابل کې د پيژندل شوو دیني عالمانو څخه و چې تل به یې په ټلوېزیونو کې د خلکو دیني پوښتونو ته ځوابونه ویل.

پر همدې مهال په کابل ښار کې د ایمرجنسي روغتون مسؤلینو هم پر خپل ټوېټر لیکلي چې د پېښې له ځایه دوی ته ۱۶ ټپيان ورکړل شوي چې ۵ تنه تر لومړنۍ درملنې وروسته رخصت شوي او ۹ نور بستر دي.

ایمرجنسي همدارنګه ویلي چې د دوو تنو ټپيانو حالت نازک دی.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني پر مولوي سمیع الله ریحان چاودنه غندلې او د هغه پر مرګ یې خواشیني ښودلې ده.

له ارګ څخه په خپاره شوي بیان کې د ښاغلي غني له قوله ویل شوي:"تروریستان د خپل اصلیت د پټولو، د خپلو جنایتونو د توجیه په موخه د دیني احکامو او الهي ارشاداتو د ناسم تعبیر او د علمای کرامو د حقانیت د رسا غږ د خاموشولو لپاره د مولوي ریحان پر څېر پر باجرئته، وطندوسته او د اسلامي او ملي ارزښتونو پر مبلغینو او علمای کرامو بریدونه کوي او هغوی پر شهادت رسوي."

ارګ وايي، ورته بریدونه به د افغان دیني علماو رسا غږ خاموشه نه کړای شي.

بیان وايي چې ولسمشر غني د یاد تروریستي برید په اړه د هر اړخیزو څېړنو امر کړی دی.

تر دا مهاله د دغه چاودنې مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

  • کابل پر دیني عالمانو بریدونه

تر دې مخکې د کابل د دیني علماء مشر مولوي عبدالبصیر حقاني هم په کابل ښار کې د ناڅرګندو کسانو په حمله کې وژل شوی و.

د یادونې وړ ده چې د ۱۳۹۷ کال په لړم میاشت کې هم د کابل په یو هوټل کې د میلادي نبي په مناسبت مراسمو کې چاودنې لسګونه دیني علماء ووژل.

XS
SM
MD
LG