د لاس رسي وړ اتصالات

جنرال فرنک: په افغانستان کې د داعش ډله د اندیښنې وړ تهدید دی


جنرال مکینزي د امریکا د مرکزي قوماندې عمومي قوماندان دی.
جنرال مکینزي د امریکا د مرکزي قوماندې عمومي قوماندان دی.

د جنرال مکینزي په باور داعش په افغانستان کې زیات حضور نلري، خو له عمده مشکلاتو بلل کیږي.

جنرال مکینزي وایي په أفغانستان کې د داعش ډله د امریکا لپاره د اندیښنې وړ تهدید دی او د امریکا د تروریزم ضد هڅې باید د سخت دریځو د احتمالي حملو مخنوي ته متمرکزه شي.

جنرال مکینزي د امریکا د مرکزي قوماندانۍ عمومي رئیس او په منځني ختیځ کې د امریکا د نظامي عملیاتو ریس ارکان دی. مکینزي د چهارشنبې په ورځ په جرمني کې د یوې غونډې وروسته خبریالانو ته وویل چې په أفغانستان کې د داعش د فعالیتونو په اړه اندیښمن دی. جنرال مکینزي وایي په افغانستان کې د داعش ډله غواړي په امریکا بریدونه وکړي، زمونږه څرګنده ارزونه داده چې تر هغې پری مونږ هملته ټینګ فشار ته دوام ورکړو، څه نشي کولې.

جنرال مکینزي وایي په افغانستان کې د داعش ډله د امریکا لپاره د اندیښنې وړ تهدید دی
جنرال مکینزي وایي په افغانستان کې د داعش ډله د امریکا لپاره د اندیښنې وړ تهدید دی

دغه امریکايي جنرال داهم وویل چې د افغانستان په ختیځ کې د داعش ډلې قوي مرکزونه جوړول امریکا ته د اندیښنې وړ دي او په افغانستان کې ددی ډلې د جنګیالیو په ځپلو کې محاربوي عملیات ناکام دي.

جنرال فرنک د ځینو په قول وویل چې ګمان کیږي په افغانستان کې د داعش د جنګیاليو شمیر په زرګونو وي.

د همدې اونۍ په پیل کې د اسوشیتیدپرس اژانس د امریکا او افغان امنیتي چارواکو په قول راپور ورکړ چې په أفغانستان کې د داعش ډله خپل حضور پراخوي، د نویو جنګیالیو جلب و جزب يي پیل کړې او په امریکا او نورو لویدیځو هیوادونو د بریدونو دپاره تیاری نیسي.

XS
SM
MD
LG