د لاس رسي وړ اتصالات

لوګر:د غصب شويو دولتي ځمکو د ور ګرځولو لړۍ پيل شوې


لسګونه کورونه او چهارديوالۍ چې ويل کيږي، پر غصب شوې دولتي ځمکه جوړ شوي، د لوګر د يو شمېر ملکي حکومتي چارواکو او امنيتي منسوبينو پر وړاندې د تېرو دوو ورځو په ترڅ کې ونړول شول.

د لوګر د والي مرستيال محمد نبي احمدزي خبريالانو ته وويل، چې د دولتي غصب شوو ځمکو د راګرځولو دا لړۍ به درې مياشتې دوام وکړي او پر مرکز سربېره ولسواليو ته هم غځول کيږي.

هغه وويل:”پرون مو په برکي کې کورونه ړنګ کړل، خوښۍ ته به ځو، التمور دښتې ته به ځو، محمد آغې ته به ځو، هر هغه څوک چې د قانون خلاف عمل کوي، له دې نه وروسته به يې پرضد عکس العمل کيږي‟.

تر دې مخکې د لوګر پر ولايتي چارواکو دا تور لګول کيده، چې ګوندې د ځمکو له يو شمېر غصب کوونکو سره لاس لري او له همدې کبله ولايتي اداره د غصب کوونکو پرضد جدي ګام نه اخلي.

مګر د لوګر د والي مرستيال محمد نبي احمدزی ټينګار لري، چې دا ځل يې شروع کړې مبارزه جدي ده. هغه په دې برخه کې د امنيتي ادارو پر قاطعيت هم ټينګار وکړ.

که څه هم خاص شمېر نشته، خو د ځينو تقريبي شمېرو له مخې د لوګر په مرکز پل علم او يو شمېر ولسواليو کې زر ګونه جريبه دولتي ځمکه خلکو غصب او کورونه يې پرې جوړ کړي دي.

د لوګر امنيه قوماندان مل پاسوال رحم خُدا مخلص وايي، چې د تېرو څو مياشتو په موده کې يې د دولتي ځمکو د غصب په تړاو تر ۶۰ ډېر کسان نيولي، عدلي او قضايي ادارو ته يې سپارلي دي.

د لوګر د مرکز پل علم ترڅنګ، خوښۍ، محمداغه او برکي برک هغه ولسوالۍ دي، چې د چارواکو په وينا نسبت نورو سيمو ته پکې ډېره دولتي ځمکه د خلکو له لوري غصب شوې ده.

  • 16x9 Image

    ابراهيم رحيمي

    ابراهيم رحيمي د خوست د شيخ زايد پوهنتون د ژورناليزم پوهنځی لوستی او د ژورناليزم په ډګر کې يوولس کاله تجربه لري. هغه د ۲۰۱۱ ميلادي کال راهيسې په جنوب ختيځ کې د امريکا غږ خبريال دی. دمخه يې د افغانستان دننه په يو شمېر رسنيو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG