د لاس رسي وړ اتصالات

کمیسیون: اوو ولایتونو کې د رایو د تفتیش او بیاشمیرنې بهیر پای ته ورسید


په تخار، سرپُل، جوزجان، بدخشان، فاریاب، پنجشیر او بغلان ولایتونو کې د رایو د تفتیش او بیا شمیرنې پروسه چې د ثبات او همپالنې انتخاباتي ډلې د اعتراضونو له امله ترسره شوې نه وه، د چهارشنبې (ډسمبر۱۸) په ورځ پای ته ورسېده.

د انتخاباتو د کمېسیون د معلوماتو په اساس، په دغو ولایتونو کې د ۱۳سوه او ۷۹ محلونو د رایو تفتیش او له سره شمېرلو ته اړتیا وه.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د دارالانشاء رئیس حبیب‌الرحمان ننګ وویل: "د اوو ولایتونو تفتیش او بیاشمیرنه بشپړه شوې ده، د څلور ولایتونو (نتیجه) د رایو د جمع‌بندۍ مرکز ته رسیدلي دي او هلته ورباندې تطبیقات دوام لري او که هوا ښه وي د بدخشان او فاریاب ولایتونو به هم نن کابل ته ورسیږي".

د انتخاباتو کمېسیون د چارواکو پر وینا، د اوو ولایتونو د رایو د تفتیش او بیاشمیرنې معلومات په دوو ورځو کې سیستم ته پورته کېږي او د کمېسیون دارالانشا د شنبې په ورځ په دې اړه خپل تحلیلي راپور له کمیشنرانو سره شریکوي او د کمېسیون مشرتابه د همدې راپور په اساس د جمهوري ریاست انتخاباتو ابتدايي نتیجه اعلانوي.

XS
SM
MD
LG