د لاس رسي وړ اتصالات

ریشي کپور د ۶۷ کلونو په عمر مړ شو


Rishi Kapoor
Rishi Kapoor

د بالیووډ مشهور ستوری ریشي کپور د ۶۷ کلونو په عمر مړ شو، هغه دوه کاله مخکې د سرطان په ناروغۍ اخته شوی و.

هندوستان ټایمز لیکلي چې دغه مشهور فلمي ستوري چې د دوو کلونو راهیسې یې د سرطان ناروغۍ سره په مبارزه بوخت و نن د پنجشنبې په ورځ اپریل ۳۰ (غوایي ۱۱) یې د ممبای په یو روغتون کې له نړۍ سترګې پټې کړې.

د کپور کورنۍ په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې: «زمونږ ګران ریشي کپور د سرطان ناروغۍ په وړاندې د دوه کلنې مبارزې وروسته نن ماښام ۸ بجې له نړۍ سترګې پټې کړې. د هغه ډاکتران او روغتیایي کارکوونکي وایي هغه تر وروستۍ شیبې پورې دوی خوښ ساتل.»

ریشي کپور په بالیوډ کې خپل سفر د خپل پلار راج کپور په مشهور فلم میرا نام جوکر څخه پیل کړ. هغه په خپل نقش کې دومره تکړه و چې هماغه کال یې د فلمونو ملي جایزه ګټلې وه.

د ریشي کپور پلار راج کپور او نیکه یې پریتوي راج کپور هم په خپل وخت کې د بالیوډ مشهور ستوري و.

ریشي کپور تر دې دمه په څه کم ۱۰۰ فلمونو کې کار کړی و.

د ریشي کپور میرمن، نیتو سېنګ هم له هغه سره په ځینو فلمونو کې کار کړی و او زوی یې رنبیر کپور دا مهال د بالیوډ یو له مشهورو ستورو څخه ګڼل کیږي.

د ریشي کپور په مړینې د هند صدراعظم مودي څخه نیولې، د بالیوډ ګڼو مشهورو ستورو خپل خپګان ښودلی او هغه یې یو نه هیردونکی انسان بللې دی.

د هندر صدراعظم ندیندرا مودي په خپل ټویټر کې لیکلي‌: "زما به له هغه سره خپلې ټولې خبرې اترې تل په یاد وي. حتی هغه چې په ټولنیزو رسنیو کې مو کړې وې. هغه فلمونو او د هند پرمختګ ته ډیر لیواله و".‌

د بالیوډ مشهور اداکار امیتاب بچهن هم په خپل ټویټر باندې د ریشي کپور په مړینه ژور خپګان ښودلی. هغه لیکلي: "ریشي کپور ولاړ‌…. همدا اوس وفات شو… زه ډیر خپه یم."

د هند د سینما یوې بلې ځلانده ستورې، مادهوري ډیکشېت هم په خپل ټویټر کې ریشي کپور په مړینه خپګان ښودلی او د هغه کورنۍ ته یې تسلیت ویلی.

میرمن مدهوري داسې لیکلي:‌ "ما له ښاغلي ریشي سره د کار کولو اعزاز درلود. هغه ډیر له ژونده ډک انسان و. ډیر ریښتینی او مینه ناک و. مونږ نن یو ډیر پیاوړی اداکال له لاسه ورکړ. لا مې هم باور نه راځي… ډیره دردیدلې یم. په دې سخت وخت کې زما مینه او دعاګانې د هغه له درنې کورنۍ سره دي."

همداراز د هند د کانګرس ګوند مشر، راهول ګاندي، د بالیوډ اداکارې پریانکا چوپړا هم د هغه مړینه هند لپاره یوه لویه ضایعه ګنلې ده.

د ریشي کپور یو ډیر مشهور فلم چې په افغانستان کې یې هم ګڼ مینوال درلودل د لیلی اومجنون فلم و چې پکې هغه مرکزي نقش لوبولی و.

ریشي کپور له تیرو دوه کلونو راهیسې په دوامداره توګه د سرطان په تداوۍ اخته و او دریلانیس روغتون ټول ډاکټران وایي چې "ریشي کپور تر خپلې وروستې ساه پورې دوي خندولياو خوشحاله یې ساتل."

په ټولنیزو رسنیو هم د ریشي کپور ځینې ویډیوګانې خپرې شوي چې له ډاکټرانو سره په ګډه سندرې وایي او له سندرو وروسته هغو ته دعا کوي.

د ریشي کپور سربیره د بالیوډ یو بل مشهور اداکار عرفان خان هم تیره ورځ‌ مړ شو چې دا پهتیرو دوو ورځو کې د بالیوډ د دوو مشهورو ستورو مړینه ده.

XS
SM
MD
LG