د لاس رسي وړ اتصالات

کرونا وایروس: په کابل کې ۲۰۰ معتادین راټول او بستر کړل شول


کرونا وایروس: په کابل کې ۲۰۰ معتادین راټول او بستر کړل شول
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:17 0:00

داسې مهال چې په کابل کې د کرونا وایروس مثبتې پېښې ورځ تر بلې پر ډېرېدو دي، د روغتیا او کورنیو چارو وزارتونو د کرونا وایروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره نن په دغه ښار کې ۲۰۰ معتادین راټول او بستر کړل.

داسې مهال چې په کابل کې د کرونا وایروس مثبتې پېښې ورځ تر بلې پر ډېرېدو دي، د روغتیا او کورنیو چارو وزارتونو د کرونا وایروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره نن په دغه ښار کې ۲۰۰معتادین راټول او بستر کړل.

دغه معتادین د کرونا وایروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره د معتادینو د راټولو کمپاین په لړ کې د کابل په کارته نو کې راټول او د امید په مرکز کې د درملنې لپاره بستر کړل شول.

د روغتیا وزارت د مخدره موادو د غوښتنې د کچې راټیټولو ریاست د درملنې د څانګې مسئول ډاکټر عارف وفا امریکا غږ ته وویل، چې د دغه کمپاین په لړ کې تر اوسه ۱۸۰۰ معتادین د کابل ښار له مختلفو سیمو څخه ټول شوي او د معتادینو د درملنې په مرکزونو کې بستري شوي دي.

ډاکټر وفا زیاتوي "څومره معتادین چې موږ تراوسه جمع کړي د هغوی په منځ کې مشکوک مریضان وو، موږ هغوی تجرید کړي او سمپلې مو مرکزي لابراتوار ته لېږلي، د خدای په فضل سره د دوی په منځ کې تر اوسه موږ مثبته واقعه نه ده ترلاسه کړې".

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو په اساس دا مهال په کابل کې شاوخوا ۴۰۰۰ بې‌سرپناه معتادین شته، چې د ښار په مختلفو سیمو کې دیره دي او په عام محضر کې مخدره مواد استعمالوي.

د روغتیا وزارت چارواکي وايي په دغو معتادینو کې چې په ډله ییز شکل اوسیږي د کرونا وایروس د خپرېدو ډېر امکان شته.
XS
SM
MD
LG