د لاس رسي وړ اتصالات

د بادغیس زندان ته د نشه يي توکو قاچاق کوونکي پولیس نیول شوي


د بادغیس زندان ته د نشه يي توکو قاچاق کوونکي پولیس نیول شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:03 0:00

د بادغیس امنیتی مسئولینو دوه پولیس د دغه ولایت زندان ته د نشه يي توکو د قاچاق په تور نیولي دي، د زندانونو چارو د تنظیم اداره وايي چې نیول شویو پولیسو په هندواڼه کې نشه يي توکي ځای پر ځای کړي ول.

د بادغیس امنیتی مسئولینو دوه پولیس د دغه ولایت زندان ته د نشه يي توکو د قاچاق په تور نیولي دي، د زندانونو چارو د تنظیم اداره وايي چې نیول شویو پولیسو په هندواڼه کې نشه يي توکي ځای پر ځای کړي ول.

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې ویاند فرهاد بایاني وايي، نیول شویو پولیسو غوښتل چې یوه اندازه شیشه د بادغیس په زندان کې یو بندي ته ولېږدوي چې هغه هم د نشه يي‌توکو د قاچاق په جرم محکوم شوی دی.

هغه وايي " د شنبې په مازیګر یوه اندازه نشه يي توکي چې شیشه وه، د بادغیس ولایت د زندان د دوو ساتنمنانو له خوا په ډېر مهارت سره په هندواڼه کې دننه ځای پر ځای شوي وه، چې زندان ته د لېږد او د تمیم په نوم یو زنداني ته چې د نشه يي‌توکو د قاچاق په جرم محکوم شوی دی، د رسولو پر مهال د دغه زندان امنیتي کارکوونکو ونیول".

بایاني وايي نیول شویو ساتونکو په لومړیو تحقیقاتو کې پر خپل جرم اعتراف کړی دی، او قضیه د نورو څېړنو لپاره اړوندو ادارو ته لېږل شوې ده.

XS
SM
MD
LG