د لاس رسي وړ اتصالات

په لغمان کې د سبزیجاتو زېرمې او د وچولو دستګاوې جوړیږي

په لغمان کې د سبزیجاتو زېرمې او د وچولو دستګاوې جوړیږي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:51 0:00

د لغمان په مرکز مهترلام کې د پیازو ساتلو ۱۵۰زېرمې او په لمریزې برېښنا د سبزیجانو د وچولو سل دستګاوې جوړیږي. دغه دستګاوې به له کروندګرو سره مرسته وکړي چې هر وخت د اړتیا وړ کرنیز حاصلات بازار ته وړاندې کړي.

د کرنې چارواکي وایي، له دې سره به په دغه ولایت د کرنیزو حاصلاتو په برخه کې د پام وړ پرمختګ وشي.

دوی زیاتوي، نه یوازې دا چې د دې پروژو پلي کېدو سره به بزګرو ته ګټه ورسوي بلکې په غیر موسمي وختونو کې به هم بازار ته ترکاري وړاندې کولای شي.

دغه دستګاوې به له بزګرو سره مرسته وکړي چې له خپلو کروندو زیاته ګټه ترلاسه او په غیر موسمې وخت کې د اړتیا وړ کرنیز حاصلات بازارونو ته وړاندې کړي.

چارواکي وايي پر دې پروژو ۶۸ میلونه افغانۍ لګښت راځي او که اړتیا شوه نو په نورو سیمو کې به یې هم پلي کړي.

د لغمان والي محمد اصف ننګ وايي هڅه کوي په لغمان کې د کرنې سکټور لا پیاوړی شي تر څو په کور دننه د تر یوه بریده د سبزیجاتو اړتیا پوره کړي.

هغه وايي " له دې پروژو سره به وکولای شو چې د لغمان پیاز همدلته زېرمه کړو، او ټول کال د مارکېټ اړتیا پوره کړو چې له دې سره به نرخونه هم په کنټرول کې وي".

لغمان د ترکارۍ زیات حاصلات لري چې ددې ولایت د اړتیا پوره کولو سربیره د هېواد بېلابیلو سیمو ته هم لېږدول کېږي.
XS
SM
MD
LG