د لاس رسي وړ اتصالات

د غزني معتادین له کرونا وایروس ناخبره ډله ییزې نشې کوي


د غزني معتادین له کرونا وایروس ناخبره ډله ییزې نشې کوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:09 0:00

په داسې حال کې چې په غزني کې د کرونا وایروس پیښې ورځ تر بلې پر زیاتېدو دي، د دې ولایت په مرکز کې معتادین وايي تر اوسه د کرونا وایروس په اړه چا مالومات نه دي ورکړي.

په داسې حال کې چې په غزني کې د کرونا وایروس پیښې ورځ تر بلې پر زیاتېدو دي، د دې ولایت په مرکز کې معتادین وايي تر اوسه د کرونا وایروس په اړه چا مالومات نه دي ورکړي.

دغه معتادین چې اوس هم په ډله ییز ډول نشې کوي وايي، چې په دې وروستیو کې د روږدو کسانو په منځ کې مړینه هم زیاته شوې ده.

دوی وايي که څه هم د دغو مړینو لامل نه دی څرګند، خو وېره لري چې کېدای شي د کرونا وایروس له امله مړه شوي وي.

په نشه يي توکو معتاد سید ولي وايي تر اوسه موږ ته چا د دې وایروس په اړه مالومات نه دي راکړي.

هغه وايي "موږ ته نه ډاکټران راغلي دي، نه یې رسیدګي کړې ده، که دا مرض په معتادینو ګډ شي، ډېر به کار خراب کړي".

خو د غزني د عامې روغتیا ریاست وايي د دوی ګرځنده ټیم د معتادینو لیدلو ته ځي، که په دوی کې د کرونا نښې یا نورې روغتیايي ستونزې وویني نو په روغتونونو کې به یې بستر کړي.

د عامې روغتیا وزارت وايي تر دې مهاله ( د می ۲۳ مه، د غبرګولي درېیمه) په افغانستان کې د کرونا وایروس د مثبتو پېښو شمېر ۹۹۹۸ ته رسېدلی چې ۲۱۱ یې په غزني کې دي.

د دغه وزارت مالومات ښيي چې په تېرو څلورویشتو ساعتونو کې په غزني کې د کرونا وایروس ۴۷ مثبتې پیښې ثبت شوي، یو تن مړ شوی او شپږ کسان روغ شوي دي.
XS
SM
MD
LG