د لاس رسي وړ اتصالات

زندانونو ته د نشه يي توکو د قاچاق په تور دوه کسان ونیول شول


په زندانونو کې د نشه يي‌توکو استعمال یوه جدي ستونزه بلل کیږي.
په زندانونو کې د نشه يي‌توکو استعمال یوه جدي ستونزه بلل کیږي.

د افغانستان د زندانونو چارو اداره وايي یو پولیس یې د هرات زندان ته د نشه يي‌توکو د قاچاق په تور نیولی دی، دغه اداره وايي چې لومړي ساتنمن بسم الله غوښتل چې یوه اندازه شیشه چې په ممپلیو کې یې ځای پر ځای کړي ول، زندان ته ولېږدوي.

امریکا غږ ته د زندانونو چارو ادارې په لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پولیس د غور ولایت د زندان کارکوونکی دی، او په دې بهانه د هرات زندان ته تللی و، چې ګواکي د هغو زندانیانو د انتقال اسناد خلاصوي چې تر دې وړاندې د ناروغۍ له امله د غور له زندان څخه هرات زندان ته معرفي شوي ول او هلته بندیان ول، چې زندان له ننوتو سره امنیتي کارکوونکو لاس په لاس نیولی دی.

مسئولین وايي چې د دغه تورن پولیس دوسیه یې د نورو څېړنو لپاره د هرات زندان د نشه يي توکو سره د مبارزې څانګې ته لېږلې ده.

د زندانونو چارو اداره وايي یو بل تن چې یوه اندازه پوډر ډوله نشه يي توکي یې په تازه مرچو کې او یو سیمکارډ‌ په خټکي کې ځای پر ځای کړي ول او غوښتل یې د غور زندان ته یې ولېږدوي ونیول شو.

د دغې ادارې په خبرپاڼه کې راغلي چې د نیول شوي تورن کس دوسیه د لا زیاتو څېړنو لپاره د غور زندان له نشه يي توکو سره د مبارزې څانګې ته لېږل شوې ده.

د افغانستان په زندانونو کې د نشه يي توکو کارول او هلته د نشه يي توکو قاچاق یوه جدي ستونزه بلل کیږي، چې د زندانونو چارو اداره وايي دوی یې د مخنیوي لپاره جدي هڅې کوي.

XS
SM
MD
LG